امنیت

انګليسي ځواکونو دډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړي دي

٥ – کابل باخترددلوي ٦ :

په هلمند ولايت کې يوشمير انګليسي ځواکونو دډوډۍ  نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړي دي او ګواښ يې کړي دي  که چېري  ددوى  د خوړو په رژيم کې  نوى نظر ونه شي دغه اعتصاب ته به دوام ورکړي.

انګليسي رسنيو  دافغانستان په جنوب کې ددغه هيواد دپوځي قوماندانانو له خولې ويلي دي  هغه عسکر  چې دډوډۍ نه خوړلو په اعتصاب لاس پوري کړي دي  ادعا کوي  چې ددوى خواړه خوسا او تاريخ يې تير شوي دي  او يوشمير عسکر په انتاني ناروغيو  اخته شوي دي .

سره له دې چې  دافغانستان په جنوب کې  انګليسي قوماندانانو  تراوسه پوري تائيد  کړي نه ده  چې عسکرو ته  دويشل شويو خوړو تاريخ تيرشوي  وي او خوسا  وي . خو ويلي يي دي چې عسکر له  دغو خوړو څخه ناخوښي دي. اودمناسبو خوړو غوښتنه کوي .

دغه شان حالت  عسکر زيات سرکښه کوي  اوله ځينو پوځي مقرراتو څخه ددوى  دسرغړونې سبب شوي دي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا