امنیت

اولس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
په روزګان کې ١٧ وسله وال طالبان د هېواد د هوايي او ځمکنيو ځواکونو په بريدونوکې ووژل شول.
پر دغو طالبانو تېره شپه او نن سهار د دهراوود او ګيزاب ولسواليو په مربوطاتو او د روزګان مرکز تيرينکوټ ښار ته څېرمه هغه وخت هوايي او ځمکني بريدونه وشول چې په ډار اچوونکو فعاليتونو بوخت وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د دويمې لوا د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په بريدونو کې ١٧ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نوریې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
پاى\ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا