امنیت
اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .

٢٥-کابل باختر دسلواغي پنځمه
اووه تنه وسله وال مخالفين تيره شپه په فارياب ولايت کې ووژل شول . دفارياب والي عبدالحق شفق دباختر له اطلاعاتي اژانس سره په يوه تيلفوني اړيکه کې وويل: تيره شپه دايساف دځواکونو دعسکرو له خوا په هوايي بريد کې چې د مخالفينو پرخلاف ددغه ولايت دپښتون کوټ ولسوالۍ دقزل قله په سيمه کې ترسره شول اووه تنه وسله وال مخالفين ووژل شول .
دغه راز دفارياب والي وويل، دوژل شويو کسانو مړي په سيمه کې پاتې دي خو په سيمه کې ملکي وګړو ته هيڅ راز زيان نه دى اوښتى .
دده دڅرګندونو له مخې، څلور کلاشينکوفونه ، يوه پيکا او اته لاسي بمونه په سيمه کې دپوليسو دځواکونو لاس ته ورغلي دي .