امنیت

اووه طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د مرغومي ۲۵ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
افغان ځواکونو تېره شپه پر دغو طالبانو هغه وخت بريد وکړ چې دګيزاب ولسوالۍ يوه کلي ته څېرمه پر امنيتي پوستې د بريد په موخه راټول شوي وو.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي چې په دې نښته کې اووه وسله وال طالبان وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يو بل خبر له مخې:
افغان پوځيانو په روزګان کې د١٧ ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو مخه ونيوله.
د دغو ماين ښخونو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا