امنیت

اووه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
اووه وسله وال طالبان پرون له غرمې وروسته د غزني په اندړو ولسوالۍ کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د ۲۰۳ تندرقول اردو د مطبوعاتي دفتر سرپرست ایمل مومند باختر آژانس ته وویل چې پر دغو طالبانو هغه وخت بریدونه وشول چې غوښتل یې د غزني د اندړو ولسوالۍ په مربوطاتو یو واټ کې ماین ځای پرځای کړي.
هغه زیاته کړه چې په یاد برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول او جنګي وسایل یې ویجاړ شول.
پای/ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا