خبرونهامنیت

اووه طالبان په هرات کې ووژل شول

هرات / د مرغومي / ۲۰/ باختر
اووه وسله وال طالبان په هرات کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، د طالبانو یو مشهور قوماندان ملاباري خیر خواه هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی.
په دغو طالبانو د غوریانو او شنډنډ په ولسوالیو کې د پوځیانو پر پوستو د برید په وخت کې له ځمکې او هوا له لارې بریدونه وشول .
د هېواد په لویدیځ کې د ظفر قول اردو د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره وایی چې په دغو نښتو کې اووه وسله وال طالبان ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول.
دغې قول اردو تایید کړه چې د وسله والو طالبانو د ډلې یو جګپوړی قوماندان ملا باري خیر خواه هم په وژل شویو کسانو کې شامل دی .
طالبانو په دې اړوند څه نه دي ویلي .
پای/ سعیده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا