امنیت

اووه طالبان په کونړکې ووژل شول

١٣- کابل / دليندۍ ٢٨مه /باختر
اووه تنه وسله وال طالبان په کونړ کې په هوايي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه ناوخته په ماڼوګي ولسوالۍ کې هغه وخت بريد وشو چې په موټرسايکلونو سپاره اونا معلوم ځاى ته روان وو.
د هېواد په ختيځ کې د ملي اردو يو جګپوړى مقام باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې د يو پاکستاني جګړه مار په ګډون ٧ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه وويل په دې بريد کې د طالبانو څو موټرسايکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم_ ج _اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا