امنیت

اووه وسله وال طالبان په ننګرهارکې ووژل شول

٥- کابل / د مرغومي ۱۴ / باختر
اووه وسله وال طالبان په ننګرهار کې په هوايي برید کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه په بټي کوټ ولسوالۍ کې هغه وخت برید وشوچې په ډاراچوونکوفعالیتونو بوخت وو.
د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل له باخترآژانس سره په تلیفوني اړیکه کې پر طالبانو هوايي برید تایید کړ.
هغه وویل چې په دې هوايي برید کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول .
دا په تېرو ٢٤ساعتو کې په ننګرهار کې دویم هوايي برید دی چې پر وسله والوطالبانو ترسره کېږي.
لومړۍ برید پرون مازیګرپه بټي کوټ ولسوالۍ کې وشوچې په پایله کې ۴ طالبان ووژل شول او ٣ نورټپیان شول.
طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا