خبرونهورزش

ايرلند له افغانستان سره د سيالۍ لپاره د خپل کرکټ ټيم غړي مشخص کړل

۳۲- کابل / د لیندۍ ۲۳ مه / باختر
ايرلند وايي چې د خپل کرکټ ټيم غړي له افغانستان سره د درېيو ساليو په خاطر مشخص کړي دي.
ټاکل شوې ده د افغانستان او ايرلند ټيمونه د کرکټ د نړيوالې شورا د سوپرليګ جام لپاره درې سيالۍ ترسره کړي، خو تراوسه د دغو سياليو ځاى او نېټه نه ده مشخصه شوې.
ايرلند د خپل ټيم غړي د عربي متحدو اماراتو د کرکټ ټيم پر وړاندې هم اعلام کړل.
د کروناویروس په خپرېدو سره سره، بیا هم ايرلند وکولاى شول په روان ٢٠٢٠کال کې د کرکټ ١٢ سيالۍ ترسره کړي.
ختم- شکريه -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا