سیاست

بين الوزارتي غونډه جوړه شوه

کابل باخترد جدي  دمياشتې ٢٤:

دسيمه ييزو همکاريو دغونډو دپنځمې دوري د جوړولو لپاره دلازم تياري  دنيولو په مقصد نن  دبهرنيو چارو په وزارت کې بين الوزارتي غونډه جوړه شوه.

دباختر اطلاعاتي اژانس  ته دبهرنيو چارو وزارت داطلاعاتو اوخپرونو مديريت دمعلوماتو له مخې :  په دې غونډه کې  چې داړوندو  وزارتونو معينيانو برخه لرله  په  ١٣٨٤ کال کې دلومړي غونډي دجوړولو  اوتراوسه پوري   په زماني واټن  کې دبرياليتوبونو اودتحقق موندلو اجرااتو دڅرگندولو او بيانولو په ترڅ کې دسيمي په کچه دهمکاريو دپراختيا په باب خبري وشوي .

دبهرنيو چارو وزارت اقتصادي رييس داود يار ددغي غونډي د جوړولو لپاره دتياري  دنيولو په لاره کې  دمعلوماتو دوړاندې کولو په ترڅ کې دسيمه ييزو همکاريو دپراختيا دسيمي دهيوادونو دستونزو لپاره دحل مناسبه لاره وبلله .

دبيلابيلو وزارتونو معينانو هم  دڅلورم  کنفرانس دجوړولو له وخت څخه  داړوندو ادارو دبرياليتوبونو اوپه پنځمه غونډۀ  کې دراتلوونکو پروګرامونو دمشخص کولو په اړوند خبري وکړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا