Uncategorized

تبصره

٣٩- کابل/ د لړم ٢٤ مه/ باختر
د سولې بهيريو ملي پروګرام دى چې بايد له بهرني پرمختګ او بدلونونو سره پرتله نه شي او يا اغيزمن نه شي.
د باخترآژانس مبصرليکي:
د دوحې يا په بل تعبير د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو له پيل څخه دوه مياشتې تېرېږي خو دغه بهير هيڅ پرمختګ نه دى کړى.
دغه خبرې اترې له هغه وروسته پيل شوې چې د امريکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه ليک د تېرکال د کب د مياشتې په دريېمه په دوحه کې لاسليک شو.
د دغه موافقه ليک يوه ماده د افغانانو ترمنځ خبرې هم د وږې په ٢١مه په دوحه کې پيل شوې چې تراوسه پورې دوام لري خوکومه نتيجه نلري.
زيات اختلافي موارد شته چې د خبرو بهيريې اوږد کړى اوهغه يې له ډب سره مخ کړى. طالبانو چې يووخت يې شريعت او قرآن يې د خپل کاربنسټ باله اوس له امريکا سره خپل موافقه ليک د خپلو خبرو بنسټ بولي په داسې حال کې چې دولتي پلاوى ټينګارکوي چې دغه موافقه د خبرو بنسټ نه بولي.
د دواړو لورو ترمنځ متفاوت نظر ښيي چې د سولې په بهيرکې سخته لاره پرمخ ده.
يوشميرباور لري چې طالبانو د امريکا د جمهوري رياست انتخابات د خپلو راتلوونکو څېړنو محور نيولى دى او د امريکا د اوسني جمهور رييس برياليتوب ته يې سترګې نيولې وې په همدې دليل خبرې يې له ډب سره مخ کړې.
دغه راز د زياتو سياسي امتيازونو د ترلاسه کولو په خاطر خپلو بريدونو ته يې زور ورکړى دى خو د جګړې په ډګر کې يې هم کوم برياليتوب نه دى ترلاسه کړى چې د هغوى دغه محاسبه هم غلطه ثابته شوه.
سمه خبره دا ده که بهرنيان هرڅو مره موږ ته ځان دوست، لارښود او ورور معرفي کړي بيا هم خپل هدفونه او پروګرامونه لري.
د بهرنيانو نيتونه که امريکائيان دي که روسان، پاکستانيان اويا عربان هريو يې په افغانستان کې ټاکلي هدفونه اوتعريف درلود او لري يې. په تېر٤٠ کلونو کې دا افغانستان و چې د بهرنيانيو په سياليو او جګړو کې ويجاړ شوى دى په دې موده کې بهرنيانو خپل کار کړى دى خو موږ ناکامه شو. نن که موږ افغانان په تمه و اوسو چې څوک سپېنې ماڼۍ ته ځې اويا په دې اوهغه بل هېواد کې څه بدلون رامنځته کېږي؟ دا د ځان تېرايستل دي او هغوى خپل کارکوي. که چېرې زموږ ټوله هيله بهرنيانو ته وي دا د حل لاره نه ده.
د افغانستان خلک چې د هېواد په هرځاى کې دي بايد په يو او بل باور وکړي، ګډه ژبه پيدا کړي، يوبل وزغمي او سوله له خپل کور، کوڅې، کلي، ولسوالۍ، ښار او ولايت څخه پيل کړي هغه وخت به په هېواد کې رښتينې سوله ټينګه شي.
افغانان په خپل منځ کې له جوړښت پرته بله لاره نه لري ښه ده چې دوى په خپله خپل برخليک جوړ کړي او د نورو په تمه نه شي، د سولې بهير يوملي پروګرام دى چې بايد له بهرنيو پرمختګونو او بدلونونو سره پرتله نه شي اويا هم اغيزمن نه شي.
پاى \ ج\ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا