ټولنه

تریلري موټرونه د سالنګونوله شمال څخه جنوب ته تګ را تګ کولای شي

کابل / د مرغومي ۲۲ / باختر
د سالنګونو د لوی لارې د ساتنې او څارنې مسوول نن وویل چې تریلري موټرونه کولای شي له شمال څخه جنوب او نور وسایط له دواړو لورو څخه تګ را تګ وکړي.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست سرپرست عبدالبشیرافغانزوی باخترآژانس ته وویل چې تریلري وسایط د دغې لوی لارې له شمال څخه جنوب ته او نوروسایط کولای شي د سالنګونو له دواړوغاړوڅخه د ځنځيرپه تړلواو د مقراتوپه رعایتولوسره تګ را تګ وکړي.
هغه زیاته کړه چې د هوا سړښت منفي ۱۳ درجه او په تېرو ٢٤ ساعتوکې د واورې د اورښت احتمال شته.
پای-ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا