روغتیا

تيرتاريخ خوراکي توکي په کند هار ولايت کې وسوځول شول

کندهارباختر د مرغومي ٣ مــــــــــــــه

دولس ټنه تيرتاريخ خورا کي تو کي نن دکند هار ولايت د عامې روغتيا دمسوولينو له خوا وسوځول شول .

 د مسوولينو دڅرګندونو له مخې  دغه خوراکي توکې په يوڅلور ورځني کمپاين کې چې د عامې روغتيا وزارت دڅيړنې دټيم له خواله دکانونو څخه راټول او نن وسوځول شول.

ډاکتر عبدالقيوم پخلا د باختر اطلاعاتي اژانس ته وويل په دغو توکو کې بسکيټ ، پاپړ د ماشومانو د استفادي وړ دخوراکي توکو انډى،چپس ، پفک ،شيريني او چاکليټ شته

دخبرځاى دڅرګندونو له مخې دعامې  روغتيا درياست اودښاروالۍ په همکاري دڅلور ورځني پروګرام په بهير کې دغه توکې د کندهار ولايت د مرکز او ولسواليو له دوکانونو څخه راټول او له منځه يوړل شول .

ده دخورا کي توکو پلورونکو  ته خبر داري ورکړ چې د تير تاريخ خوراکي توکو له پلورنې څخه ډډه  وکړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا