اقتصاد

جاپان له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې د اقتصادي مرستو د کنفرانس کوربه توب کوي

– کابل باختر دمرغومې ٢١ مه

 د جاپان د بهرنیو چارو وزیر کویچیرو ګیمبا د افغانستان د اسلامي جمهوریت له جمهور رئیس حامد کرزي سره په کتنه کې، هغه ته بلنه ورکړه چې د  افغانستان په اړه د توکیو په نړيوال  کنفرانس کې ګډون وکړي.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

په دې کتنه کې دواړو لورو د توکیو د کنفرانس په باب چې له افغانستان سره  د نړیوالې ټولنې د مرستو په اړه د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې جوړیږي خبرې وکړې او هیله یې وکړه چې نوموړی کنفرانس به افغانستان ته په اقتصادي برخو کې ښې لاسته راوړنې ولري.

کویچیرو ګیمبا هیله وکړه چې د افغانستان د مالیې وزارت به په کابل کې د جاپان له سفارت سره په همکارۍ د مهمو ملي پروژو د لومړیتوبونو او د افغانستان لپاره د بنسټيزو انکشافي پروژو په اړه د توکیو تر کنفرانس وړاندې کار وکړي.

ده دغه راز وویل چې د توکیو په کنفرانس کې به د سیمه اییزو همکاریو په اړه هم خبرې اترې وشي.

 د هېواد جمهور رئیس په بېلابېلو برخو کې د جاپان د مرستو څخه د مننې په ترڅ کې وویل چې په جاپان له سونامي او زلزلې وروسته د افغانستان سره ددغه هېواد د همکاریو دوام، د افغانستان د خلکو په وړاندې د جاپان د خلکو او حکومت د ښه نیت ښکارندوى دى.

د یادولو وړ ده چې د توکیو کنفرانس به د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د جاپان په کوربه توب ددغه هېواد په پایتخت کې جوړ شي او په هغه کې به د بدلون د لسیزې یعنې له ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۵ پورې د افغانستان له بیارغونې سره د اقتصادي مرستو په اړه، تصمیمونه ونیول شي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا