سیاستخبرونه

جمهوررئيس محمداشرف غني د ترکمنستان د لومړي وزیر له مرستیال او بهرنیو چارو وزیر سره وکتل

کابل/ د مرغومي ۲۰مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن مازيګر د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف سره، په ارګ کې وکتل. په پیل کې جمهوررئیس غني، رشید مرادوف او مل پلاوي ته د ښه راغلاست پر مهال وویل: د افغانستان او ترکمنستان د ورورۍ او دوستانه اړیکو په تېرو څو کلونو کې دسوداګرۍ، ترانزیټ، اقتصادي او سیاسي برخو کې زیات پرمختګونه کړي دي. د ترکمنستان د لومړي وزیر مرستیال او بهرنیو چارو وزیر مرادوف د دواړو هیوادونو د اړیکو پر پراختیا خبرې وکړې وې ویل، زموږ حکومت د دغو مناسباتو د زیاتولو غوښتونکی دی او موږ د سیمه ییز اتصال لپاره د افغان حکومت د لیدلوري او اجنډا ملاتړ کوو. هغه زیاته کړه، ترکمنستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین لپاره د جمهوررئیس غني د هڅو ملاتړ کوي. په دغه کتنه کې دواړو لوریو د ټاپي، ټاپ او نوري فایبر مهمو اقتصادي پروژو، د دواړو هیوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ او افغانستان کې د بندونو جوړولو په اړه بحث او خبرې وکړې او په دې برخو کې یې د همکاریو پر پراختیا ټینګار وکړ. د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، ټاکل شوې موږ په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د سترو پروژو د پرانیستې شاهد اوسو، ځکه د ټاپې پایپ لاین د جوړولو کار د ترکمنستان په خاوره کې پایته رسېدلی او د افغانستان په خاوره کې د یاد پایپ لاین د کار د تمیدېدو په خاطر لازم تدابیر نیول شوي دي. جمهوررئیس غني د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلې پروژو د تطبیق په خاطر له افغانستان څخه د ترکمنستان د هڅو او ملاتړ مننه وکړه. جمهوررئیس وویل، زموږ تمرکز دا دی چې له ترکمنستان زیاته برېښنا وارده کړو، د برېښنا واردات او د سترو اقتصادي پروژو بشپړول د افغانستان حکومت له لومړیتوبونو څخه دي. همدا راز جمهوررئیس محمداشرف غني د دواړو هیوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي مناسباتو د پراختیا په اړه خبرې وکړې وې ویل، په افغانستان کې سوله او ثبات په سیمه کې د سولې او ثبات په معنی ده او غواړو په نوي میلادي کال کې زموږ اړیکې لا زیاتې پراخې شي او وکولای شو د ټاپې، ټاپ، نوري فایبر او اوسپنې پټلۍ د پروژو په شمول سترې پروژې بشپړې کړو. هغه زیاته کړه، ترکمنستان د نېک ګاونډي په توګه له ټولو هیوادونو په ځانګړي ډول افغانستان سره بې طرفه او نېک سیاست لري او دا د دوه ګاونډیو ترمنځ د اړیکو ښه بېلګه ده. موږ له خپلو ټولو ګاونډیانو سره د نېکو او دوستانه اړیکو غوښتونکي یوو او هیڅکله نه غواړو د سیمه ییز تاوتریخوالي برخه اوسو. جمهوررئیس وویل، نن د ترکمنستان علما د نړۍ د نورو علماو په څېر په افغانستان کې تاوتریخوالی غندي. په دغه کتنه کې په ترکمنستان کې د افغان ځوانانو د تحصیلاتو په اړه هم خبرې وشوې او د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسیو د ورکړې په خاطر خپل چمتووالی څرګند کړ چې د هیواد جمهوررئیس ترې مننه وکړه

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا