
کابل/ د وږي ۳۱مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې مېرمن دیبرا لاینس سره په ارګ کې وکتل.
په دغه کتنه کې دواړو لوریو د سولې پروسې، د افغانستان د اوسني وضعیت په ځانکړي ډول د انکشافي پروژو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان اړوندو بنسټونو د فعالیتونو په اړه خبرې وکړې.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې په دولتي ادارو کې د افغانستان حکومت له لوري د فساد ضد اقداماتو او د تېرو شپږو کالو پر پرمختګونو سربېره د جنیوا راتلونکي کنفرانس په اړه هم هراړخیزې خبرې وکړې.