سیاستخبرونه

جمهوررييس محمداشرف غني د سریلانکا د نوي سفیر باورلیک ومانه

 

کابل/ د مرغومي ۹مه/ باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره د سریلانکا د نوي سفیر کاریاواسام کیلاپاتا پیشالا باورلیک ومانه.

په دغو مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول، جمهوررئیس غني د سریلانکا نوي سفیر ته د ښه راغلاست ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو پر لا زیاتې پراختیا ټینګار وکړ او کاریاواسام کیلاپاتا پیشالا ته یې په نوي ماموریت کې د بریالیتوب هیله وکړه.

کاریاواسام کیلاپاتا پیشالا په افغانستان کې پخپل نوي ماموریت خوښي وښوده او ژمنه یې وکړه چې د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو د لا زیاتې پراختیا لپاره به دوامداره هڅې وکړي.

هغه زیاته کړه، هیواد یې روغتیایي او تعلیمي تورېزم ته انکشاف ورکړی او په دې برخه کې به خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا