اعلامیهاقتصادجامعه

جمهوررييس محمداشرف غني د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې له غړو سره وکتل

 

کابل/ د مرغومي ۱۱مه/ باحتر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې غړو سره په ارګ کې وکتل.

په پیل کې د افغانستان د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې عمومي رئیسې افسانې رحیمي له جمهوررئیس څخه په مننې وویل، خصوصي سکتور څخه ستاسو د ملاتړ له برکته موږ پام وړ لاسته راوړنې لرو، خو د کرونا له امله زیانمنو متشبثو مېرمنو سره دې د شفاف میکانېزم له لارې مرسته وشي.

د افغانستان د ښځو  د سوداګرۍ او صنایعو خونې د عامل پلاوي رئیسې منیژه وافق په هیواد کې د ښځینه متشبثینو د فعالیت په اړه راپور وړاندې کړ وې ویل، د رسمي او غیر رسمي شمېرو پر اساس په کابل او ولایتونو کې ۲۴۷۱ متشبثې مېرمنې په انفرادي او ګروپي ډول فعالیت کوي. په قوانینو او پالیسیو جوړولو کې دې د ښځینه متشبثینو غوښتنو ته پام وشي.

جمهوررئیس غني د هغوی د راپور تر اورېدو وروسته وویل، تاسو په درې کلونو کې له یوې مفکورې څخه پر بنسټ او له شبکې څخه پر ټولنې بدلې شوې یاست. د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته د دې پرمختګ مبارکي وایم.

د هیواد جمهوررئیس وویل، ښځینه متشبثینو ته به په کابل او ولایتونو کې ځمکې ورکړل شي او د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې ته یې لارښوونه وکړه چې د ښځو له پارکونو او مارکېټونو څخه باید واضح استفاده وشي.

جمهوررئیس ښځینه متشبثینو ته د دولت پاملرنې ته په اشارې وویل، د کابل په چهارچته او ماشین خانه کې به ښځینه متشبثینو ته مشخصه برخه ورکړل شي او په ځینو ولایتونو کې یې د ښځینه متشبثینو د ستونزو د حل لپاره اړوندو مسوولینو ته مشخصې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس د غونډې په پای کې په تشبث کې ولایتي متشبثو مېرمنو ته د پراخ رول ورکولو ترڅنګ په ټینګار سره وویل، د مارکېټ او بازار راتلونکی له ډیجیټل کولو سره اړیکه لري، نو ښځینه متشبثینې باید خپل تشبث له ډیجیټل کولو سره عیار کړي.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا