سیاستخبرونه

جمهوررييس محمد اشرف غني له اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون له رئیس او غړو سره وکتل

 

کابل/ د مرغومي ۱۶مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن مازيګراداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس او غړو سره په ګلخانې ماڼۍ کې وکتل.

په پیل کې جمهوررئیس غني د یاد کمېسیون رئیس او غړو ته اداري فساد سره د مبارزې قانون پلي کولو په برخه کې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ وې ویل، د موازي ادارو لیست ترتیب کړئ، ترڅو د برخلیک په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول شي.

جمهوررئیس د یاد کمېسیون رهبري ته د وزیرانو او خپلواکو ادارو مسوولینو د ارزونې لپاره د واضح پروسیجر ترتیبولو او د صلاحیتونو د تعریف لارښوونه وکړه وې ویل، اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون باید د بودجې له اړخه خپلواک شي.

وروسته اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون رئیس عبدلقیوم نظامي اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون د اجرااتو  راپور له جمهوررئیس سره شریک کړ وې ویل،کمېسیون د ارزونې چارې په خپلواک ډول مخته وړي او فساد سره د مبارزې په برخه کې به اساسي بدلون رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، کمېسیون اوسمهال پر یوې کلنې موقتې ستراتېژۍ کار کوي او خپلې ارزونې به د بلې جامع او هراړخیزې پنځه کلنې ستراتېژۍ د بشپړولو لپاره  په راتلونکو شپږو میاشتو کې ترسره کړي. دوی دغه راز  پر داسې یوه طرحه کار کوي چې له مخې به یې د موازي او غېر ضروري ادارو برخلیک هم معلوم شي.

عبدلقیوم نظامي د ملتوي دوسیو د تعقیب په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، اړوندو اورګانونو سره د قضایاو د تعقیب جریان چټک شوی او د فساد ټول موارد به د کمېسیون له لورې وڅېړل شي.

جمهوررئیس غني د یادو راپورونو له اورېدو وروسته اداري فساد سره د مبارزې کمېسیون  له لوري د موقتې او دایمي  ستراتېژیو د ترتیب هرکلی وکړ وې ویل، دغه ستراتېژۍ دې د قانون د حاکمیت عالي شورا ته د تایید او د کابیني غونډې ته د اطلاع رسولو لپاره  وړاندې شي.

د هیواد جمهوررئیس څرګنده کړه، د کمېسیون کاري خپلواکي او د ارزونې صلاحیت باید معلوم وي چې وکولای شي زما د دفتر او د جمهوري ریاست اړوند ادارو په شمول ټولې دولتي ادارې وارزوي.

محمداشرف غني په ټینګار وویل،  هغه کسان چې داداري فساد د دوسیو له امله زنداني شوي بیا استخدام نه شي  او په اړه یې باید قوانین تغییر ومومي، همداراز کمېسیون باید جمهوررئیس ته د کارکوونکو د تعلیق  د وړاندیز صلاحیت ولري.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، د تورونو په اړه د مدنې ټولنې حساب ورکولو موضوع اړینه ده،  باید خپل تورونه له ثبوت سره وړاندې او  د غیر مستند تورونو، قانوني مسوولیت ومني.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا