روغتیا

جمهورريیس: عامې روغتیا وزارت او همکارې موسسې باید د کرونا وبا د دویمې څپې په اړه واضح تصویر ولري

کابل / د ليندۍ ٢٦مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهورريیس محمد اشرف غني په مشرۍ د کرونا دویمې څپې سره د مبارزې غونډه نن سهار په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ.
جمهورريیس غني وویل، د کرونا وبا دویمه څپه ممکن د یو عامل په توګه روغتیایي ستونزې زیاتې کړي، نو عامې روغتیا وزارت دې د روغتیایي ستونزو د کمولو او حل په موخه خپل اقدامات زیات کړي.
جمهورريیس په روغتونونو کې د اکسیجن ستونزې په اساسي حل ټينګار وکړ او وې ویل، په لومړي ګام کې باید د اکسیجن د کمبود ستونزې د حل په موخه ټول اړین وسایل او منابع برابر او په دویم ګام کې په روغتونونو کې د اړتیا وړ اکسیجن پر تولید تمرکز وشي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لانیس وویل، موږ د خپلې ژمنتیا له مخې دېته چمتو یوو چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) او د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق (UNICEF) د افغانستان د حکومت د غوښتنې په اساس همکاري وکړي.
په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ نړیوال صندوق مرستیالې شیماسن ګوپتا او د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډیویډلي د خپلو کړنو په اړه د راپورونو پرمهال له روغتونونو سره د اکسیجن برابرولو په برخه کې د شویو مرستو یادونه هم وکړه.
د کرونا وبا د دویمې څپې د مدیریت په موخه په دغه جوړه شوې غونډه کې د کابل، هرات، بلخ او ننګرهار روغتونونو ستونزې وارزول شوې او د حل لپاره یې لازمې لارښوونې وشوې.
د هیواد جمهورريیس د عامې روغتیا وزارت او بین المللي مرستندویه موسسو په ښه انسجام، مدیریت او همغږۍ د ټینګار ترڅنګ وویل، عامې روغتیا وزارت او اړوندې همکارې موسسې باید د کرونا وبا د دویمې څپې په اړه واضح تصویر ولري، ترڅو د هغه په رڼا کې اړین اقدامات وشي او روغتیایي سیستم له جدي ستونزو سره مخ نشي.
جمهورريیس غني د کرونا وبا د دویمې څپې د مخنیوي په موخه خلکو ته لارښوونې او عامه پوهاوی اړین وباله او وې ویل، د واکسین د تهیې او وېش لپاره دې منظم پلان او د واکسین ساتلو لپاره په روغتونونو کې د سړو خونو د ظرفیت په لوړولو کار وشي.
پاى- سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا