سیاست

جمهورريیس غني د اسټرالیا سفیر سره مخه ښه وکړه

٢٩- کابل / د لړم ٢٦مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن غرمه په افغانستان کې د اسټرالیا سفیر جیفري توت سره د ټلیفون له لارې مخه ښه وکړه.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهورريیس غني له افغانستان سره د اسټرالیا د حکومت او خلکو د دوامداره دوستۍ، مشارکت او همکاریو، د نولسو کلونو لاسته راوړنو او په بیارغاونه اود سولې بهیر کې د اسټرالیا د رول او سفیر جیفري توت د هلو ځلو مننه وکړه.
د هېواد جمهورريیس د اړیکو د پراختیا او همکاریو د دوام لپاره په افغانستان کې د اسټرالیا د هڅو د ستاینې ترڅنګ له حکومتي جوړښتونو د یاد هېواد د ملاتړ قدرداني وکړه او د استرالیا د همکاریو د دوام ترڅنګ یې د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پراختیا هیله وکړه.
په افغانستان کې د اسټرالیا سفیر جیفري توت له جمهورريیس غني څخه په مننې وویل، هېواد به یې له افغانستان سره خپلو اړیکو او همکاریو ته دوام ورکړي.
پاى- سعيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا