سیاستخبرونهTOP

جمهورريیس غني د افغانستان لپاره جینوا کنفرانس کې وینا وکړه

٤٣- کابل / د ليندۍ ٤مه /باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د افغانستان لپاره جینوا کنفرانس کې چې د «سولې، هوساینې او ځان بسیاینې» تر عنوان لاندې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړ شو، ګډون او وینا وکړه.
دجمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ.
د دغه کنفرانس کوربه توب د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت، په کابل کې د فنلنډ سفارت او د ملګرو ملتونو له لوري په ګډه کېده او په هغه کې پر جمهورريیس غني سربېره د جمهوري ریاست مرستیالانو او د افغانستان دولت نورو مقاماتو او همداراز د نړۍ د دوه سوه هېوادونو او بین المللي سازمانونو لوړپوړو چارواکو هم حضور درلود.
جمهورريیس په دې کنفرانس کې پخپله وینا کې د فنلنډ حکومت او ملګرو ملتونو څخه د دې کنفرانس د شرایطو برابرولو او د افغانستان او بین المللي سازمانونو له شریکانو چې د انکشاف اجنډا په پرمخ وړلو یې کار کړی دی او همداراز ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو سازمان د دوامداره ملاتړ مننه وکړه.
د هیواد جمهوررئیس د افغانستان د خلکو په ځانګړي ډول زړورو ښځو او نارینه وو چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې په سختۍ د ترلاسه شویو لاسته راوړنو د ساتنې لپاره قرباني ورکوي او د هغوی له کورنیو مننه وکړه چې د خپلو عزیزانو د قرباني کېدو درد یې زغملی دی.
جمهوررئیس کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له افغانستان سره د بین المللي ټولنې د ثابت قدمه ژمنتیا څخه هم مننه وکړه وې ویل، نننی کنفرانس د افغانستان او د هغه د بین المللي همکارانو د ګډو هڅو او له همکاریو او تعامل څخه د ډکو پروسو پایله ده.
جمهوررئیس زیاته کړه: زموږ تګلاره چې د سولې جوړولو، دولت جوړولو او مارکېټ جوړولو پر دریو اصولو ولاړه ده؛ د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ په دویمه نسخه کې منعکس شوې او د همکاریو د دوام مقدمه چې موږ یې غوښتونکي یوو، ایجاد کړې ده.
جمهوررئیس دې ته په اشارې چې د پایداره سولې تامین د افغانستان د خلکو مهم لومړیتوب دی وویل، مطلوب هدف ته رسېدل چې هماغه خپلواک، متحد او ډیموکراتیک افغانستان دی چې خپلمنځي، سیمې او نړۍ سره په سوله کې وي او د وروستیو دوو لسیزو لاسته راوړنو د ساتنې او پراختیا وړتیا ولري، زموږ یعنې د افغانستان د خلکو او حکومت او نړیوالې ټولنې ګډ لیدلوری جوړوي.
جمهوررئیس غني د سولې جوړولو او سولې اعمار په اړه معلومات ورکړل وې ویل، په دوحه کې زموږ مذاکراتي ټیم د سولې په جوړولو کار کوي او اوسمهال د دې بهیر د پرمخ وړلو مسوولیت په دوحه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت او طالبانو ډلې د مذاکراتي ټیمونو پر غاړه دی چې دمذاکراتو په حال کې دي.
هغه زیاته کړه، په وروستیو دوو کلونو کې افغانانو له طالبانو سره د سیاسي هوکړې له لارې دوامداره سولې ته د رسېدو لزومیت پر اساس ملي اجماع ایجاد کړې ده؛ هغه سوله چې د هیواد د اساسي قانون ارزښتونو او بین المللي معیارونو سره په مطابقت کې وي.
جمهوررئیس وویل: موږ خپله ژمنتیا، زړورتیا او اراده ښودلې ده. موږ د تاوتریخوالي باوجود له فبروري میاشتې راپدېخوا د جګړې په ډګرونو کې دفاعي وضعیت ساتلی دی او د پنځه زره طالب بندیانو چې د بشریت پر ضد په درنو جرمونو محکوم وو، د خوشې کولو هوکړه وکړه.
جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، د سولې جوړولو بهیر به د کاغذ پر مخ هوکړې ته د رسېدو لامل شي او سره له دې چې د سولې اعمار څو اړخیزه او اوږدمهالی بهیر دی، باید په مختلفو سکتورونو کې ورته وګورو، دغه بهیر موږ ته دا امکان برابروي چې د کاغذ پر مخ د سولې هوکړه لیک اجزاوې یو په یو تطبیق او عملي کړو.
هغه ټینګار وکړ چې باید حکومت، مدني ټولنه او خلک له بین المللي همکارانو سره یو ځای د سولې جوړولو د اجزاوو پر تطبیق تمرکز وکړي او وې ویل: د افغانستان د انکشاف او سولې ملي چوکاټ دویمه نسخه هغه چوکاټ دی چې د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې به د سولې اعمار څرنګوالی ترسیم کړي.
جمهوررئیس د هوساینې، بېوزلۍ کمولو، د خلکو د معیشتي وضعیت ښه والي او کارموندنې د ایجاد شرایط د پایداره سولې د ټینګښت لپاره اقدامات وبلل وې ویل، مارکېټ جوړول او دولت جوړونه د سولې اعمار لپاره نه جلا کېدونکې اړیکې لري.
جمهوررئیس محمد اشرف غني د قانون حاکمیت او فساد سره مبارزې، سیمه ییز اتصال او د څلور ډوله اتصال یعنې ترانسپورټ، انرژۍ، صنعت او تجارت او ډیجیټل لپاره د محور د مرکز په توګه د افغانستان په رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، سیمه ییز اتصال نه یوازې د مارکېټ جوړولو او دولت جوړونې اجنډاوو د تحقق لپاره مهم دي، بلکې د سولې اعمار اجنډاوو لپاره هم یو کلیدي کاردی.
جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ نږدې نیم نفوس د نوې ډیموکراسۍ پر مهال زېږېدلی او وده یې کړې ده او هغوی د پخوانیو نسلونو پر اختلافاتو غالب شوي دي او زموږ په ډیموکراسۍ کې یې منسجم غږ او مشخص هدف پیدا کړی دی.
هغه څرګنده کړه: زموږ مدني ټولنه هم ډېر مهم رول لري چې باید ترسره یې کړي او حکومت په بشپړ ډول ژمن دی چې د هغوی د فعالیتونو پر مخ وړو او د دې لپاره چې د پالیسۍ جوړولو په بهیر کې برخه واخلي، مدني ټولنو ته لازم بستر ایجاد کړي.
د هیواد جمهوررئیس، علمای کرام زموږ د ټولنې له ستنو څخه یوه او زموږ په هیواد کې د پیاوړو رضاکاره شبکو څخه وبلله وې ویل، موږ یواځې افراد نه یوو؛ دغه شبکې او ارزښتونه دي چې په خپل ملاتړ یې موږ سره متحد کړي یوو.
جمهوررئیس وویل، سوله، د دیموکراسۍ او اساسي قانون ساتنه، امنیت، ځواب ویل او خدمتونه، ملي یووالی او سیمه ییز اتصال هغه هیلې او موخې دي چې موږ یې په لټه کې یوو.
زموږ د انکشافي اجنډا اساسي موضوع دا ده چې دغه تازه هیلې په زیات کار او کمو منابعو او امکاناتو د تشویشي ننګونو په مقابل کې پوره کړو.
جمهوررئیس فساد په ټولو سطحو کې د عمده ننګونو په حیث یاد کړ وې ویل، د تېرو پنځو کلونو په لړ کې مو زیات پرمختګونه لرل. فساد سره د مبارزې اوسنۍ ستراتېژۍ ټول ملاکونه، د دوو ملاکونو په استثنا چې د تطبیق په حال کې دي، پوره او تطبیق شوي دي.
د هیواد جمهوررئیس فقر هم عمده ننګونه وبلله وې ویل، د احصائیې او معلوماتو ادارې وروستۍ شمېرې په ډاګه کوي چې په تېرو څلورو کلونو کې بې وزلي په افغانستان کې اووه سلنه راکمه شوې ده. موږ د کرونا ویروس خپرېدو پر مهال د ځینو برنامو لکه ولسي تړون او ملي دسترخوان په تطبیق بریالي شوي یوو، خو تر اوسه هم فقر د یوې عمده ننګونې په توګه پر ځای دی.
جمهوررئیس غني زیاته کړه، په ورځني ډول کړاو او وژنو زموږ ولس تنګ کړی او دا د زغم او توجیه وړ نه دی. موږ د همکارانو په توګه اړ یوو چې د دغو بې باوریو پر وړاندې په ځانګړي ډول د طالبانو ‌ډلې سره د راتلونکي سیاسي هوکړې په رڼا کې، ودرېږو.
جمهوررئیس د امنیت په اړه د دې په بیانولو سره چې په ۲۰۱۱ کال کې بین المللي ځواکونه له یولک او پنځوس زرو څخه نن تر لس زرو پورې راکم شوي دي وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تروریزم سره د مبارزې عملیاتو او امنیت مسوولیت په ۲۰۱۵ کال کې په غاړه واخیست، موږ نړیوال تروریزم سره د مبارزې پر وړاندې په لومړۍ لیکه کې قرار لرو او دا مهال ۹۶ سلنه عملیات په خپلواک ډول مخته وړو.
هغه د اقتصادي انکشاف او سیمه ییز اتصال، د تجدید وړ انرژۍ د تولید، د برېښنا لېږد مزو، کانونو، د ګازو د پایپ لاینونو غځولو، اوسپنې پټلۍ او هوایي دهلېزونو په اړه هم خبرې وکړې.
جمهوررئیس د عامه مالي چارو د مدیریت په اړه وویل، موږ توانېدلي یوو چې د بودجې لګښت تر ۹۰ سلنې زیات کړو او د بودجې د تخصیص بهیر د ولایتونو په کچه د هیوادوالو پر اړتیاوو متمرکز شوی دی چې دا کار زموږ ملي اساسي لومړیتوبونه ښيي. په عین حال کې مو د پوهنې، ښاري پراختیا، انرژۍ او زېربنا سکتورونو کې د پرځان بسیاینې اقداماتو په اړه خپل تمرکز څو برابره کړی دی.
جمهوررئیس د افغانستان له بین المللي همکارانو وغوښتل چې د افغانستان دولت سره مرسته وکړي، ترڅو په لږو امکاناتو زیات کار ترسره کړي.
جمهوررئیس غني د مالي سرچینو (مرستو) په اړه وویل، د مرستو لپاره پر معمول تعهداتو سربېره، موږ باید د مالي تضمینونو او بیمو پر ډولونو چې له موږ سره د سیمه ییز اتصال اجنډا تحقق په ځانګړي ډول د انرژۍ او ټرانسپورټ سکتورونو کې مرسته وکړي، تمرکز وکړو.
جمهوررئیس وویل، زموږ د مشارکت د قوت واقعي ازمون او د ګډ لیدلوري ارزښت دادی چې موږ وتوانېږو په خپل ګډ تاریخ کې حتی د یوې لویې تراژیدي مخنیوی وکړو. اجازه باید ورنه کړو چې په افغانستان کې د تاریخ تراژیدۍ یو وار بیا تکرار شي.
د هیواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، زموږ د کار وروستۍ پایله او د مشارکت ښېګڼه چې د هغه ژمنتیا مو کړې، هغه وخت ترلاسه کېږي چې جنګ، بې وزلي او د کرونا ویروس تهدید شاته پرېږدو. زه ډاډه یم چې په ګډو کوښښونو کولای شو د افغانستان لپاره مثبت، هوسا او سوله ییز راتلونکی جوړ کړو.# پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا