سیاستخبرونه

جمهورريیس غني د اندونیزیا جمهورريیس سره خبرې وکړې

٢١- کابل / د مرغومي۱۶مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني نن سهار د اندونیزیا جمهورريیس جوکو ویدودو سره ټلیفوني خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دغه ټلیفوني مکالمه کې، دواړو لوریو د افغانستان د سولې پروسې په اړه چې د افغانانو په مالکیت او رهبرۍ پرمخ یووړل شي، بحث وکړ او په افغانستان کې یې په سمدستي اوربند ټینګار وکړ.
د اندونیزیا جمهورريیس د افغانستان د سولې پروسې د ملاتړ لپاره سیمه ییزو او نړیوالو همکاریو ته په اشارې، له سولې پروسې څخه د عالمانو بین المللي دوامدارې اجماع سره د مرستې ژمنه وکړه.
په دې ټلیفوني مکالمه کې دواړو جمهورريیسانو د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پراختیا هم بحث او خبرې وکړې.
پاى- ع

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا