سیاست

جمهورريیس غني: د ملي اردو د اتلولۍ او سرښندنو قدرداني وکړه

٨- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمداشرف غني پرون په ملي دفاع وزارت کې د هیواد د دفاع او د تروریزم پر وړاندې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو او سرښندنو قدرداني وکړه.
د جمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
جمهوررييس غني په همدې مناسبت په ملي دفاع وزارت کې له مسوولینو سره په جلا جلا ناستو کې د دوی د کړنو، ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر او راتلونکو برنامو په اړه د هغوی معلومات او وړاندېزونه واورېدل.
جمهوررييس په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو بهیر اساسي موخه د ملي اردو لاپياوړتیا او ملاتړ یاد کړ وې ویل د اتلې اردو د لا پياوړتیا او ښه ملاتړ په موخه به د اصلاحاتو د دغه بهیر اساسي څارنه په خپله وکړي.
د هیواد جمهوررييس د ټولنې د ټولو اقشارو له لوري د امنیتي او دفاعي ځواکونو پراخ ملاتړ ته په اشارې وویل، له تېرو سلو کلونو راهیسې د افغان وسله وال پوځ اوسنی ولسي ملاتړ بېساری دی.
جمهورريیس وویل: افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د افغانستان د دفاع او عزت او د سیمې او نړۍ د ثبات او امنیت په موخه له نړیوال تروریزم سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي او له همدې امله دوی د امریکا او ناټو په ګډون زموږ د نړیوالو متحدینو بین المللي ملاتړ هم له ځانه سره لري.
جمهورريیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اتلولیو د قدردانۍ په موخه د ملي اردو لوی درستیز سترجنرال محمدیاسین ضیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال او د ۲۱۵ میوند قول اردو د دریمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن علیم بېګ ته د ډګروالۍ رتبې ورکړه منظور کړه.
جمهوررييس د ملي دفاع وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د جګړې د لومړۍ کرښې ١٠٠ زړورو سرتېرو ته د زړورتیا، مېړانې او وطن دوستۍ د مډالونو د ورکړې ترڅنګ د نغدي مکافاتو او تقدیرنامو لپاره هم وړکسان وړاندیز او معرفي کړي.
جمهوررييس اړوندو مسوولینو ته په ټينګار وویل، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو او ټپيانو درملنې ته باید پر وخت او لا ‌‌‌‌‌‌ډېره رسېدګي وشي. په کابل ښار کې دې د شهیدمحمد داوودخان او د قول اردوګانو روغتونونه د لا ‌‌‌‌‌‌ډېرو اسانتیاوو په موخه په اساسي توګه وارزول شي.
پاى- سغيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا