سیاستTOP

جمهورريیس غني: نن د قندهار ولس اجماع لري، ټول امنیت او د قانون حاکمیت غواړي

٤- کابل / د لیندۍ ۲٨ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورريیس محمد اشرف غني قندهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال تېر ماښام د قندهار د مرکز د ناحییو او ولسوالیو له استازو سره وکتل.
د جمهوررييس د وياند دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې عطامحمد او معلم عبدالرحیم د مرکز د ناحییو او ولسوالیو په استازیتوب خبرې وکړې وې ویل، موږ د امنیت تامین غواړو او زموږ لومړیتوب اوربند دی.
دوی د سولې په برخه کې د جمهورريیس د هڅو قدرداني وکړه او د تازه او وچو مېوو په ځانګړي ډول انګور او انارو ته د بازارموندنې، د ګمرکي تعرفو راکمولو او د قندهار ښار د عمومي سړک د لاپراختیا غوښتونکي شول.
یادو استازو همداراز په قندهار ولایت کې د مېشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو پر لاپیاوړتیا ټینګار وکړ او د ښوونکو د حقونو د زیاتوالي، د استادانو د کمبود رفع کولو او انکشافي شوراګانو ته د لازیات ارزښت ورکولو غوښتنه هم وکړه.
وروسته د جمهورريیس لومړي مرستیال امرالله صالح په خپلو خبرو کې وویل، قندهار ته زموږ د سفر موخه دا ده چې خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره له نږدې وګورو او ستونزې یې واورو. هغه زیاته کړه، زموږ سرتېرو، بریدملانو او افسرانو خپلې ستونزې د مدیریت، لوژستیک او نه همغږۍ په برخه کې وکړې او وطن ته د خدمت کولو لوړ مورال لري.
د جمهورريیس لومړي مرستیال زیاته کړه، دوی له بېلابېلو ولایتونو راټول شوي ترڅو د قندهار، جمهوري نظام او خپل اساسي قانون نه دفاع وکړي.
نوموړي دېته په اشارې چې د طالبانو په سیمو کې پوهنه، روغتون او اجتماعي خدمتونه نشته او خلک خپل غږ نشي پورته کولای وویل، زموږ هڅه دا ده چې راتلونکي اوونۍ به یو پلاوی له کابل څخه قندهار ته راشي او د بېځایه شویو شمېر به مشخص کړي، ترڅو په یوه اوونۍ کې ورسره عاجلې مرستې وشي.
امرالله صالح وویل، کلیو پراختیا وزارت دې بېځایه شویو ته لومړیتوب ورکړي، له موسسو سره خبرې کوو چې خپلې مرستې ورسره زیاتې کړي.
جمهورريیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته وویل، زه د قندهار منندوی یم، ځکه د دې ولایت خلکو ملي یووالی او د خاورې عزت ساتلی، زموږ شمله یې جګه کړې او پرې ویاړو.
جمهورريیس وویل، هر ډول امکانات، قربانۍ او پاملرنې ته چې اړتیا وي دریغ به یې نه کړو او د عملیاتو واحده قومانده به د ۲۰۵ اتل قول اردو د قوماندان په لاس کې وي.
هغه زیاته کړه، په قندهار کې به قوي نظم رامنځته شي، د قندهار د مشرانو رول او پېوستون هم اړین دی. قندهار مدني ځای دی، باید هغه په واضح ډول راجمع کړو. ستاسې په همکارۍ د قندهار امنیت تامینېږي د حکومتوالۍ په برخه کې به واضح اصلاحات راشي.
جمهورريیس وویل، د قندهار ولایت کرنیزو محصولاتو بازارموندنې په برخه کې به په راتلونکې اوونۍ کې پایلې ته ورسېږو.
د هیواد جمهورريیس څرګنده کړه، نن د قندهار ولس اجماع لري، ټول امنیت او د قانون حاکمیت غواړي. دوی ټینګار کوي چې مسوولین باید د خلکو خادمین وي نه باداران.
پاى- ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا