خبرونهروغتیا

جمهورريیس غني په عامې روغتیا وزارت کې د اصلاحاتو او کرونا ویروس سره د مبارزې برنامې واورېدې

٩- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د افغانستان داسلامي جمهوریت جمهورريیس محمداشرف غني پرون مازیګر د عامې روغتیا وزارت مسوولینو سره په غونډه کې د دغه وزارت په بېلابېلو برخو کې د اصلاحاتو او کرونا ویروس سره د مبارزې پلان په اړه خبرې وکړې.
د جمهوررييس د وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې چې په ګلخانې مانۍ کې وشوه، په پیل کې د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان معین ډاکټر بشیر نورمل کرونا ویروس سره د مبارزې پلان وړاندې کړ او د اکسیجن تولید د دستګاو، عامه پوهاوي، روغتیایي خدمتونو کیفیت د ښه والي، درملو چارو د تنظیم او عامې روغتیا وزارت پر تشکیل د بیا کتنې په اړه معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د کرونا ویروس پیش بیني شوې سناریو په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، د کرونا ویروس اوج مو تېر کړی او په راتلونکو دوو اونیو کې به دغه ویروس نزولي حالت غوره کړي.
جمهورريیس غني د نوموړي د خبرو له اورېدو وروسته وویل، خلکو ته دې د کرونا ویروس دویمې څپې او د دغه ویروس د نوي ډول او د اکسیجن تولید دستګاو د نصبولو په اړه پوهاوی ورکول شي.
جمهورريیس زیاته کړه، په راتلونکو دوو کلونو کې دې زموږ د اړتیا وړ طبي وسایلو او تجهزاتو په هکله، هراړخېزه ارزونه وشي. همدا راز دې د درملو چارو د تنظیم اداره او د عامې روغتیا ملي انستیتوت خپلواک او د روغتونونو چارې دې د غوره روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو په خاطر په دوو شفټونو کې تنظیم شي او په پام کې لرو په هیواد کې معیاري روغتونونه جوړ کړو.
د هیواد جمهورريیس وویل، صلاحیتونه او مسوولیتونه دې واضح او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره د غوره تشکیل په ترتیبولو دې کار وشي او د نادولتي موسسو له لوري د خدمتونو وړاندې کولو په هکله د بیاکتنې ترڅنګ دې له موجوده منابعو او امکاناتو غوره استفاده وشي.
جمهورريیس څرګنده کړه، د استخدام په ځانګړي ډول د سلاکارانو د استخدام په اړه باید شفاف میکانیزم او معیارونه موجود اوسي.
وروسته د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست عبدالقدیر قدیر د NTA او عامې روغتیا وزارت سره د پروژو د ادغام په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو معین وحید مجروح د روغتونونو په سکتور کې د اصلاحاتو او عامې روغتیا وزارت سره د پولیو او ای پي ای د ادغام او د دغه وزارت د لنډ مهالو او اوږدمهالو پلانونو په اړه معلومات وړاندې کړل.
جمهورريیس غني اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې له حقوقي او اداري اړخه پر دولتي شرکتونو د روغتونونو د بدلېدو په موخه، خپلې ارزونې ترسره کړي.
هغه زیاته کړه، د درملو واردونکي شرکتونه باید د درملو معیارونه او بیې تعریف او د درملو د کیفیت مسوولیت په غاړه واخلي، همدا راز د هیواد دننه د درملو د تولید په موخه د پانګونې په برخه کې همکاري وکړي.
ورپسې د عامې روغتیا وزارت د مالي او اداري معینیت سرپرست عبدالقدیر قدیر، د مالیې وزارت معین حبیب ځدراڼ او د مالیې وزارت د روغتیایې سکتور امرې وږمې سلیمي د عامې روغتیا وزارت د عادي او انکشافي بودجې په اړه خپل راپورونه له جمهورريیس سره شریک کړل.
دوی وویل، د بودجې لګښت لوړ شوی، خو متاسفانه چې د روغتیایي خدمتونو د کیفیت په برخه کې د پام وړ تغییر نه دې راغلی. دوی همداراز د ځینو پروژو د درېدو، د موازي پروژو د ادغام او عادي بودجه کې د یو شمېر پروژو د شاملولو په اړه هم خپل وړاندېزونه وکړل.
جمهورريیس غني د یادو راپورونو او خبرو له اورېدو وروسته وویل، شفاف میکانیزم رامنځته شوی، پروژې دې تفتیش او راپور دې د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې شي.
د هیواد جمهورريیس د خپلو خبرو په پای کې وویل، تمرکز او سپما دې زیاته شي، د افغانستان پر دیجیټلي کېدو کار کېږي او د روغتیا په برخه کې باید د دیجیټلي کېدو له ګټو څخه اعظمي استفاده وشي. پاى- سغيده

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا