سیاستخبرونهTOP

جمهورریيس غني جلال آباد ښار ته ورسېد

١- کابل / د مرغومي ۱۸ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررييس محمد اشرف غني د لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ننګرهار د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه نن سهار جلال آباد ښار ته ورسېد.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهورریيس غني به په دغه سفر کې د ننګرهار پر ملکي او نظامي مسوولینو سربېره، د یاد ولایت له مشرانو، متنفذینو، علمای کرامو، ښځو، ځوانانو، مدني فعالانو او د بېلابېلو اقشارو له استازو سره په جلا جلا کتنو کې د دوی غوښتنې او وړاندیزونه واوري.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا