فرهنګ

جمهوررییس ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیا رغاونې په اړه د آغاخان بنسټ ځوابیه لیک رسېدلی دی

۱۴- کابل / د لړم ٢١ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني ته د هرات مصلی د پنځم منار د بیارغاونې په اړه د آغاخان فرهنګي عمومي مدیر ځوابیه لیک رسېدلی دی.
په دغه لیک کې چې د افغانستان حکومت د غوښتنې په ځواب کې لیکل شوی راغلي چې اعلیحضرت شهزاده کریم آغاخان د افغانستان حکومت د دې وړاندیز هرکلی کوي او د هرات د مصلی د پنځم منار د بیارغاونې لپاره مو پر موږ له کړي باور څخه مننه کوو. اعلیحضرت دغه پروژه تائیدوي او ټینګار کوي چې ډېر ژر یې کارونه پیل شي.
یاد لیک زیاتوي: آغاخان بنسټ د خپلو فرهنګي برنامو له لارې په هرات کې د عبدالله انصاري تیموري عبادتځای او د اختیارالدین ارګ رغاولي او د نهمې پېړۍ د بلخ نهه ګنبدي تاریخي جومات د ډېر پېچلي جوړښت د تحکیم په برخه کې یې هم کار کړی دی. په دې برخه کې لازمه تجربه او تخصص لري.
جمهوررییس غني د هېواد په مختلفو ځایونو په ځانګړي ډول هرات کې د فرهنګي او تاریخي ځایونو د بیارغاونې په برخه کې د آغاخان بنسټ د کارونو د ستایلو ترڅنګ وویل: یاد بنسټ د افغانستان حکومت سره په همغږۍ او همکارۍ ډېر فرهنګي او تاریخي آثار بیارغاولي چې مننه یې کوو.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا