سیاستخبرونهروغتیا

جمهوررییس: د افغانستان د عامې روغتیا د ملي پروګرام تطبیق په جنیوا کنفرانس کې زما له ژمنو څخه دی

۳۶- کابل / د لیندۍ ۲۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن غرمه د عامې روغتیا وزارت د کړنو د مدیریت برخې(PMU) له تخنیکي ټیم سره په غونډه کې د یاد وزارت د کړنو راپور او طرحې واورېدې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په ګلخانه ماڼۍ کې جوړه شوې غونډه کې د عامې روغتیا وزیر احمدجواد عثماني د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې ته د یاد وزارت د ساختماني پروژو د لېږد، د اصلاحاتو او روغتونونو د مدیریت په اړه خپلې طرحې وړاندې کړې.
هغه زیاته کړه: ۵۵ انکشافي پروژې په پنځو برنامو کې ترتیب او د کارکوونکو بایومتریک پروسه بشپړېدونکې ده.
د مالیې وزارت معین حبیب ځدراڼ وویل: د اکثرو انکشافي پروژو موخه نه وي معلومه. معاشات او اداري لګښتونه یې لوړ وي چې په  دې اړه به خپل تحلیل د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک کړو.
د مالیې وزارت د روغتیا سکتور آمرې وږمې سلیمي د عامې روغتیا وزارت له مسوولینو څخه د طرحو چمتو کولومننه وکړه او ویې ویل: د خدماتو وړاندې کولو اکثره پروژو ته باید اهداف وټاکل شي چې روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
جمهوررییس غني د دوی د معلوماتو له اورېدو وروسته وویل، کومې پروژې چې واضح موخه، د مصرف طریقه او پایله ونه لري د منلو نه دي او د پیسو د استعمال ډول باید واضح موخه محور جهت ولري، ځکه خلک باید د اساسي بدلون شاهدان وي.
جمهوررییس وویل: د عامې روغتیا وزارت د بودجې استماعیه په خپله کوي، خو د دې لپاره باید واضح او ابتدایي اسناد، شواهد، وړاندیزونه او میکانیزمونه موجود وي. هغه زیاته کړه: د هرې برنامې واضح اهداف او لاسته راوړنې غواړم، له دې مه واره منابع قطع کېږي.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: هره پروژه باید وضاحت ولري چې څنګه د بدلون لامل کېږي. د عامې روغتیا وزارت اصلي تمرکز باید پر ناروغانو او روغتیایي خدماتو وي. خلک د روغتیا لپاره ډېرې پیسې ورکوي، خو لږ پایله ترلاسه کوي. د روغتونونو مدیریت او حفظ الصحې ته باید اساسي پاملرنه وشي.
جمهوررییس په ټینګار سره وویل: د افغانستان د عامې روغتیا د ملي پروګرام تطبیق په جنیوا کنفرانس کې زما له ژمنو څخه دی او په اساسي توګه عملي کېږي.
هغه زیاته کړه: فرمایشي اصلاحات او د منابعو ضایعات د منلو نه دي، ځکه خلک اساسي خدماتو او عملي پایله غواړي.#
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا