سیاستTOP

جمهوررییس غني دامریکا کانګرس له ریيسې سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې

کابل / د لیندۍ ۲۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د امریکا د متحدو ایالاتو د کانګرس له رییسې مېرمن نانسي پلوسي او د دغه هېواد د مجلس استازو له یو شمېر غړیو سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دغه ویډیو کنفرانس کې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوررییس لومړي مرستیال امرالله صالح، د بهرنیو چارو وزیر محمدحنیف اتمر، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب او د چارو ادارې لوی رییس ډاکټر فضل محمود فضلي حضور درلود او په امریکا متحدو ایالاتو کې د افغانستان سفیره مېرمن رویا رحماني هم د ویډیو کنفرانس له لارې وصل وه.
دواړو لوریو له افغانستان سره د امریکا متحدو ایالاتو د دوامدار تعهد، سولې پروسې او د هغو د راتلونکو پړاوونو، د ښځو حقونو او اوربند پر عاجلې اړتیا د بحث او خبرو پر مهال د تاوتریخوالي د زیاتوالي په اړه خپلې اندېښنې هم څرګندې کړې.#
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا