سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د اترا ادارې د کړنو راپو او برنامې واورېدې

۴۲- کابل / د لیندۍ ۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن غرمه د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې (اترا) له مسوولینو سره په غونډه کې د دغې ادارې د کړنو راپور او برنامې واورېدې.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې غونډه کې چې په ارګ کې جوړه شوه، په پیل کې جمهوررییس غني د افغانستان پر ډیجیټلي کولو د پانګونې، مخابراتي او (4G) انټرنټي خدمتونو په اړه د (اترا) ادارې برنامې واورېدې، ويې ویل: هره اداره باید له ضرب الاجل سره یوځای منظم کاري او پایله بښونکی قرارداد ولري.
جمهوررییس زیاته کړه: هېڅ دلیل د منلو وړ نه دی چې په کارونو کې مو پرمختګ نه درلود. له جینوا کنفرانس وروسته چې پرون په بریالي ډول ترسره شو، زما لومړیتوب دا دی چې څه ډول د ادارو کاري پایلې وارزوم او برنامې پر وخت او چټکې پلې او خدمتونه په سم ډول وړاندې شي.
وروسته د (اترا) ادارې رییس عمر منصور انصاري د یادې ادارې د کړنو د عمومي راپور وړاندې کولو پر مهال له فریکونسیو د عوایدو، انکشافي برنامو د تطبیق، د یادې ادارې د پیاوړتیا، د کابو شل پروژو د ډیزاین، له خصوصي سکتور سره د اړیکو، له کمپنیو سره د ګډې ستراتېژۍ، نوري فایبر لپاره د زېربنا، سیم کارتونو د تنظیم، په معلوماتي ټکنالوژۍ کې د لومړیتوبونو، په مارکېټونو کې د مقرراتو او د (4G) انټرنټي خدمتونو د پلان په اړه جمهوررییس ته معلومات ورکړل.
نوموړي د دې په بیانولو سره چې موږ د انټرنټي خدمتونو پر څلورم نسل (4G) په شدت کار کوو او د دغې پروسې په مهم پړاوو کې یوو، د مخابراتو انکشافي صندوق او په یاده اداره کې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ د پیاوړتیا لپاره پر سرچینو هم خبرې وکړې.
د (اترا) ادارې رییس د کلیوالي او ښاري ملي فایبر د پراختیا په اړه چې د یادې ادارې له مهمو برنامو څخه دي یادونه وکړه، ویې وېل: غواړو په دې برخه کې لا زیات کار وکړو.
جمهوررییس غني وویل، موږ باید د حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو ظرفیت ولرو. د مرکزي احصائیې او (اترا) ادارې او د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت باید په همغږۍ کار وکړي او په منظمه ستراتېژۍ کې باید د خپلو فعالیتونو لوی تصویر وړاندې کړي.
جمهوررییس څرګنده کړه: معلوماتي او مخابراتي ټکنالوژي د مهمو سکتورونو له ډلې ده او له جینوا کنفرانس وروسته مې لومړنۍ غونډه د دې ادارې له مسوولینو سره وکړه.
د هېواد جمهوررییس وویل: (4G) انټرنټي خدمتونه باید پایله ورکوونکي وي او د افغانستان حکومت او د پرانېستې حکومتولۍ د ډیجیټلي کولو لپاره باید لا زیات نوښتونه وکړو.
جمهوررییس غني څرګنده کړه: اترا باید له هغو کمپنیو سره چې په دې سکتور کې فعالیت لري، ګډه ژبه پیدا کړي او پر یوې ستراتېژۍ دې کار وشي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې پر دې په ټینګار سره چې کمپنۍ باید پر قوانینو پوه شي وویل: موږ باید د ډیجیټلي کولو پر لور ولاړ شو او په دې برخه کې دې هڅې لا زیاتې شي او له بین المللي ټولنې څخه هم غواړو چې د مخابراتي او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخه کې لا زیاته همکاري وکړي.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا