سیاستTOP

جمهوررییس غني: د اسلام په مبارک دین او زموږ ملي عرف کې تاوتریخوالی نشته

۳۵- کابل / د لیندۍ ۱۹ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ضد کمپاین په مناسبت د هېواد په کچه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وضعیت د څېړنیز راپور د وړاندې کولو په دې اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په چهارچنار ماڼۍ کې په دې مناسبت جوړه شوې غونډه کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن، د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابینې یو شمېر غړو او ښځینه څارنوالانو حضور درلود، په پیل کې د هېواد لوی څارنوال فرید حمیدي د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي وضعیت څېړنیز راپور په اړه معلومات ورکړل.
حمیدي وویل: دغه څېړنیز راپور په افغانستان کې د تاوتریخوالي د لاملونو موندلو په اړه د جمهوررییس د لارښوونې په اساس برابر شوی او د تېرکال له جدي څخه د سږکال تر سنبلې پورې په هېواد کې ۲۴۳۵ شوې پېښې په کې څېړل شوې دي.
نوموړي زیاته کړه: د څېړنې تر کلاسیکو بڼو چې یوازې د مجرم او تورن د مجازات لپاره به ترې استفاده کېده، د دې راپور د معلوماتو ښېګڼه دا ده چې د عامه پالیسیو، ستراتیژیو جوړولو او د مقرراتو، قوانینو او ملي برنامو د ښه والي او تصامیمو لپاره ورڅخه استفاده کېدلی شي.
د هېواد لوی څارنوال څرګنده کړه: په دې څېړنه کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي جرایم د هېواد د تقنیني او بین المللي اسنادو او د افغانستان د تعهداتو په رڼا کې په مسلکي توګه څېړل شوي.
د ښځو چارو وزارت سرپرستې حسینې ساپۍ دغې غونډې ته په وینا کې لویې څارنوالۍ څخه د دغې څېړنې مننه وکړه او ویې ویل: د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځنی کمپاین یې پیل کړی او سبا پایته رسېږي.
ساپۍ جمهوررییس ته په خطاب کې وویل: افغان ځوانان او ښځې ستاسو د همېشني ملاتړ منندوی دي، خو د سیستم جوړونه او اصلاح لا زیاتې پاملرنې ته اړتیا لري، چې ګام په ګام د ښځو پر وړاندې ایجادېدونکې ستونزې او خنډونه په اساسي توګه له منځه لاړ شي.
د هېواد جمهوررییس د لویې څارنوالۍ له لوري د دغې څېړنې د ترسره کېدو مننه وکړه او ویې ویل: واضح اړتیا ده چې څېړنې ادامه پیدا کړي او د لویې څارنوالۍ مسوولینو ته په خطاب کې یې وویل: تاسو بدلون کړی، خو د څارنوالۍ فرهنګ لا هم جدي ستونزې او بدلون ته اړتیا لري.
جمهوررییس وویل: په ادارو کې باید د قوانینو او ارزښتونو تطبیق ته د زمینې برابرولو اخلاقي جرئت ولرو. په دې اړه دې عدلي او قضایي ادارو کې واضح پیغام شته چې د طلایي ارزښت په زنځیر یې بدل کړای شو.
هغه زیاته کړه: په ادارو کې د ښځو رول ورځ تر بلې برجسته کېږي، چې افغاني ټولنه په قانون او عدالت محوره ټولنه بدله شي او دا ښځو ته له پاملرنې پرته نه کېږي.
جمهوررییس وویل: د نړۍ ټول مورخین پر دې اجماع لري چې د اسلام ستر لارښود یو وار هم پر ښځو لاس نه دی پورته کړی، ځکه چې د اسلام په مبارک دین کې له ښځو سره تاوتریخوالی ځای نه لري او هغوی چې تاوتریخوالی کوي، له نبوي سیرت سره په مقابل کې قرار لري.
د هېواد جمهوررییس څرګنده کړه: زموږ په ملي عرف کې تاوتریخوالی نشته، زموږ فرهنګ باید بیا ژوندی شي او دا یوازې د دولت کار نه دی، زموږ ټولنه باید بسیج شي. له لومړۍ مېرمن مه واره به د ژوند دوام او لاسته راوړنې راته سختې وای، زه ورباندې ویاړم.
جمهوررییس په ټینګار سره وویل: د ښځې او نارینه ترمنځ تضاد د منلو وړ نه دی او هغوی چې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی کوي نه یوازې ښځې، بلکې خپل اولادونه زیانمنوي، ځکه ټولې بین المللي څېړنې ښيي په کومه کورنۍ کې چې تاوتریخوالی وي، څو نسله یې له رواني پلوه زیان ویني. ځوان نسل او کورنۍ ته باید زموږ د ټولنیز بنسټ په توګه پاملرنه وشي.
د هېواد جمهوررییس وویل: ټولو ادارو او مسوولینو ته مې لارښوونه دا ده چې د کورني مناسباتو پیاوړتیا او د مناسبې فضا برابرولو لپاره همکاري وکړي.
هغه زیاته کړه: د درناوي، اعتماد او متقابل ملاتړ ایجاد زموږ د ټولنې له اساسي غوښتنو څخه یوه ده او د دې لپاره باید ټول لاسونه سره ورکړو.
جمهوررییس غني د جمهوري ریاست له لومړي مرستیال څخه د امنیتي تړون او د شپږ نیمو بجو غونډو د کار د شېوې له امله مننه وکړه او ویې ویل: د امنیتي تړون ابعاد چې د خلکو سراسري انسجام او همکاري ده، باید درک شي او په دې برخه کې له یو بل سره همکاري وکړو.
محمد اشرف غني افغان ښځو ته په خطاب کې وویل: د جمهوري ریاست بنسټ بېساری یووالی تاسو ته د دوامدار ملاتړ ډاډ درکوي. موږ د تصامیمو جرئت، د سختو پرېکړو همت او د خپلو پرېکړو د پلي کولو اراده لرو .
جمهوررییس غني په ټینګار سره وویل: هغه افغانستان چې موږ او تاسې یې غواړو؛ هغه به ټول افغانان وګوري او هغه چې لیدل یې نه غواړو، هېڅوک په زور راباندې نشي تطبیقولی. #
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا