سیاست

جمهوررییس غني: د تاوتریخوالي رامنځته شوی روایت باید له منځه لاړ شي

کابل / د ليندۍ ۵ مه / باختر

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني تېر ماښام د ویډیو کنفرانس له لارې د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سویلي آسیا لپاره د دولت له وزیر طارق محمود احمد سره خبرې وکړې.

باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس په افغانستان کې د کروناویروس د خپرېدو د دویمې څپې په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل: د افغانستان حکومت د هڅو او پلان په پایله کې لومړۍ څپه په بریالیتوب مهار شوه او د دویمې څپې د مهارولو لپاره د لومړیتوبونو په تشخیص کار روان دی.

جمهوررییس وویل: د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له منفي اغېزو د خلکو د خوندیتوب لپاره حکومت د ملي دسترخوان، ولسي تړون او د روغتیا ملي پروګرام په څېر لویې او ملي برنامې عملي کړې او د دویمې څپې له منفي اغېزو د خلکو د خوندیتوب لپاره د خپلو متحدینو ملاتړ ته اړتیا لرو.

د هېواد جمهوررییس د کووېډ-۱۹ناروغۍ واکسین د پرمختګونو یادونه وکړه، ویې ویل: د واکسین په وېش کې باید مستحق او د پرمختګ په حال هېوادونو لپاره یو انډول په پام کې ونیول شي چې په ګډه وکولای شوو د کووېډ-۱۹ واکسین زیانمنو اقشارو ته ورسوو.

جمهوررییس غني وویل: د افغانستان موجود ظرفیتونه، حکومتي او ټولنیز بنسټونه او د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې زموږ د ګډو هڅو پایله ده او دغه مشارکت باید دوام پیدا کړي.

همدا راز د هېواد جمهوررییس وویل: سوله د خلکو مهمه غوښتنه ده او نن سوله یو ملي بحث دی، نه قومي، سمتي او ژبنی.

هغه زیاته کړه: موږ باید د دې پروسې پر پایلو ټینګار وکړو. نننی افغانستان متفاوت دی او ټول افغانان په اساسي قانون کې د ذکر شویو حقونو پر اساس په جمهوري نظام کې آزاد ژوند کولی شي.

جمهوررییس د سولې پروسې ته په اشارې وویل: د افغانستان حکومت د سولې لپاره عمده ګامونه اخیستي، خو متاسفانه د طالبانو له لوري تاوتریخوالی دوام لري او د اوربند غوښتنې ته مثبت ځواب نه دی ویل شوی.

د هېواد جمهوررییس وویل: د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي زیاتوالی دغه پروسه تضعیفوي او د سولې لپاره زموږ هدف دا دی چې جګړه پایته ورسېږي او یوه سیاسي حللاره پیدا شي.

هغه زیاته کړه: سوله ییز، متحد او ډیموکراتیک افغانستان اساسي هدف دی.

جمهوررییس غني ترورېزم د افغانستان او نړۍ د امنیت لپاره ګواښ یاد کړ، ویې ویل: له دې پدیدې سره باید ګډه مبارزه وشي او ټينګار یې وکړ چې د تاوتریخوالي رامنځته شوی روایت باید له منځه لاړ شي.

د بریتانا په بهرنۍ اداره کې د ګډو ګټو هېوادونو او سویلي آسیا لپاره د دولت وزیر طارق محمود احمد په خپلو خبرو کې د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ وکړ، ویې ویل: د سولې پر وړاندې ټول خنډونه باید په ګډو هڅو له منځه یوړل شي او انګلستان په دې برخه کې د افغانستان حکومت د ټولو هڅو ملاتړ کوي.

طارق محمود احمد وویل: د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسین په اړه پرمختګونو ته خوشبین یوو او زموږ هڅه به دا وي چې د پرمختګ په حال هېوادونو ته هم ووېشل شي.

هغه زیاته کړه: افغانستان زموږ د مرستو په لومړیتوبونو کې دی. #

پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا