سیاستخبرونه

جمهوررییس غني د ناټو ملکي سفیر سره وکتل

۲- کابل / د لیندۍ ۱۳ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازدیګر په افغانستان کې د ناټو له ملکي سفیر سټیفانو پوتنه کورو سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، د ناټو ملکي سفیر جمهوررییس غني ته په سولې پروسه کې د وروستیو پرمختګونو مبارکي وویله، همدا راز دواړو لوریو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو سازمان د دوامدار ملاتړ او د افغانستان لپاره د جینوا کنفرانس د بریالي ترسره کېدو په اړه بحث او خبرې وکړې.#
پای/ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا