سیاستTOP

جمهوررییس غني د ننګرهار له والي سره وکتل

٢- کابل / د مرغومي ۱۸ مه / باختر
جمهوررییس محمد اشرف غني نن سهار د ننګرهار مرکز جلال آباد ښار ته له رسېدو سره سم، د ننګرهار له والي ضیاالحق امرخېل سره د یاد ولایت د عمومي وضعیت د ارزونې په موخه ځانګړې ناسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په دې ناسته کې د یاد ولايت د امنيتي، اقتصادي، انکشافي او نورو مهمو موضوعاتو په اړوند خبرې وشوې.
ټاکل شوې ده جمهوررییس غني پر دې لېدنې سربېره، له پوځي افسرانو او بريد ملانو، نظامي رهبرۍ، ولسونو، لیکوالانو او فرهنګيانو سره په جلاجلا ډول ناستې او غونډې وکري.
همدارنګه د جمهوررییس پر وړاندې به د ۴۵ ښوونځيو ودانۍ د اسنادو په ورکړې سره ګټې اخيستنې ته وسپارل شي او هم د ستروسو له نندارتون څخه به ليدنه وشي.
له جمهوررییس غني سره په دغه سفر کې د هغه لومړی مرستيال امرالله صالح، د ملي امنيت سلاکار ډاکټر حمدالله محب، د کابينې يوشمېر وزيران، د ملي شورا يوشمېر غړي او نور کسان ملګرتیا کوي.
پای/ وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا