ټولنه

جمهوررییس غني د ډاکټرې سهیلا صدیق جنازې ته درناوی وکړ

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن سهار د یولړ مراسمو په ترڅ کې د عامې روغتیا د پخوانۍ وزیرې ډاکټرې سهیلا صدیق جنازې ته، چې پرون د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوه، درناوی وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ جمهوررییس په شهید سردار محمد داوود خان روغتون کې چې د هېواد لومړۍ مېرمن یې هم ملتیا کوله، د ارواښادې سهیلا صدیق اروا ته د دعا پرمهال وویل: هغه د افغانستان یوه رښتینې لور وه او د وفات له امله یې ټولو ډاکټرانو، د افغانستان ښځو، د افغانستان وسله وال پوځ او ټول ملت ته تسلیت وایم.
د هېواد جمهوررییس وویل: ډاکټره سهیلا ما له کوچنیوالي پېژنده، یوه مشهوره کورنۍ وه او د افغانستان د طبي سکتور لپاره یې ډېر خدمتونه کړي دي.
زیاته کړه: د ډاکټرې سهیلا کورنۍ ځان پوهنې ته وقف کړی و او ارواښادې د افغانستان لپاره سلګونه ډاکټران وروزل او موږ ته یې په میراث پرېښودل.
جمهوررییس غني د بُن له پروسې وروسته د عامې روغتیا په سکتور کې د ډاکټرې سهیلا سهم او خدمتونو ته په اشارې وویل: هغې د خپل خدمت پر مهال ګڼو ځوانانو، ښځو او نارینه وو ته د خدمت زمینه برابره کړه او د افغانستان روغتیا ته د خدمتونو پیل شوې لاره به یې تعقیبېږي.
جمهوررییس غني په پای کې تر ټاکل شوي ځای پورې د ډاکټرې سهیلا صدیق جنازې ته د درناوي په خاطر د هغې تابوت په خپلو اوږو ولېږداوه.#
پای/ ج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا