سیاست

جمهوررییس غني له استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل

۳- کابل / د مرغومي ٩ مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون مازیګر د هېواد له سیاسي شخصیت استاد محمد کریم خلیلي سره وکتل.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په دې کتنه کې چې په ګلخانې ماڼۍ کې وشوه؛ په هېواد کې د تلپاتې او باعزته سولې د تامین په موخه چې د ولس اساسي غوښتنه ده او ټول ورباندې اجماع لري، د روان وضعیت، ملي اجماع او د سولې پروسې د دویم دور مذاکراتو په اړه بحث او خبرې وشوې.#
پای / وهاج

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا