سیاستخبرونهامنیتTOP

جمهوررییس غني: په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات د افغان وسله وال پوځ د پایدارۍ لپاره تطبیقېږي

۳۳- کابل / د مرغومي۱۵مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان محمد اشرف غني نن سهار د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د اصلاحاتو د ارزونې په اړه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د ملي دفاع وزارت لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل جمهوررییس ته د ښه راغلاست ترڅنګ د افغان وسله وال پوځ د شهیدانو روح ته دعا وکړه، ویې ویل: د نننۍ غونډې موخه په ملي دفاع وزارت کې د پیل شویو اصلاحاتو ارزول دي.
هغه زیاته کړه: په ملي دفاع وزارت کې لوی ظرفیت، پیاوړې اراده او ژمنتیا شته. د همغږۍ زیاتوالی په شفافیت د اصلاحاتو د تطبیق لامل شوی.
د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د جمهوررییس له ګډون څخه په مننې وویل: ستاسو له لوري په دې وزارت کې د اصلاحاتو لړۍ ارزونه او د منسوبینو د فعالیتونو د راپورونو اورېدل دجګړې د لومړۍ کرښې د سرتېرو باور لا زیاتوي.
ډاکټر حمدالله محب وویل: زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په پیاوړي مورال د دښمنانو خلاف مبارزه کوي، موږ او ټول هېوادوال ورباندې ویاړو.
هغه زیاته کړه: ملي اردو د افغانستان د دښمنانو پر ضد د مبارزې یوازینی بنسټ دی چې د لا پیاوړتیا، لا ښه تمویل، د شهیدانو کورنیو او ټپیانو ته د پر وخت رسیدګي لپاره په ملي دفاع وزارت کې اصلاحات راځي.
جمهوررییس محمد اشرف غني د ملي دفاع وزارت د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډې ته د وینا پرمهال له ټولو زړورو جنرالانو، افسرانو، بریدملانو او سرتېرو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې د افغانستان دفاع کوي او ویې ویل: هر ځل چې دلته راځم سکون او پر تاسو اعتماد مې سل چنده کېږي.
د هېواد جمهوررییس وویل: وخت په وخت د جګړې لومړۍ کرښې د زړورو سرتېرو احوال اخلم، وړاندیزونه او غوښتنې یې اورم. ورځ تر بلې د دوی ژمنتیا، اراده او ظرفیت لوړېږي. دوی ځانته هېڅ نه غواړي، د وطن، نظام، اساسي قانون او جمهوریت ساتنې ټینګه ژمنتیا تازه کوي.
جمهوررییس په ملي دفاع وزارت کې د اصلاحاتو په عملي کېدو کې د یاد وزارت د لومړي مرستیال شاه محمود میاخېل هڅې وستایلې او ویې ویل: دا اصلاحات ستاسو د پایدارۍ او د جګړې د لومړۍ کرښې د بریدملانو او سرتېرو غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسیدګۍ لپاره تطبیقېږي.
د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان په ټینګار سره وویل: د ملي اردو په بودجه، تمویل، تجهیز او روزنه کې کموالی نه راځي او د افغانستان د حکومت د پاملرنې ترڅنګ د بین المللي ټولنې ملاتړهم پرخپل ځای دی. د خپلې وینې تر وروستي څاڅکي ستاسو کلکه دفاع کوم او د افغان وسله وال پوځ د هر شهید کورنۍ، ټپي او معلول ته به رسیدګي کېږي.
جمهوررییس د لومړۍ کرښې د سرتېرو د احوال اخیستو له امله لوی درستیز سترجنرال یاسین ضیا ته د غازي وزیر محمد اکبر خان دولتي مډال، د زړورتیا ښودلو له امله د ۲۱۵ میوند قول اردو د درېیمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن علیم بېګ ته د ډګروالۍ رتبې او د جګړې د لومړۍ کرښې سلو زړورو سرتېرو ته د زړورتیا، مېړانې او وطن دوستۍ له امله د مډالونو د ورکړې اعلان وکړ.
جمهوررییس محمد اشرف غني د سولې مذاکراتو ته په اشارې وویل: د افغانستان حکومت سولې ته ژمنتیا لري، خو موږ هغه مثبته سوله غواړو چې عدالت پکې تامین، مشارکت زیات او د خلکو حقوق خوندي شي.
ورپسې جمهوررییس په بېلابېلو ناستو کې د ملي دفاع وزارت د اصلاحاتو، شهیدانو، ټپیانو، معلولینو او زندانیانو، بشري سرچینو سیستم، د بشر حقونو او جنډر، ښوونې او روزنې، عقیدتي او فرهنګي، تامیناتي، تخنیکي او لوژستیکي، جلب او جذب او روغتیایي چارو، د لګښتونو د کموالي او فساد سره د مبارزې په اړه د مسوولینو راپورونه واورېدل او هغوی ته یې د لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې. #
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا