سیاستټولنه

جمهوررییس: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي

کابل / د مرغومي۱۳مه / باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمداشرف غني نن له غرمې مخکې د ټرانسپورټ وزارت له رهبري او مسوولینو سره په چهارچنار ماڼۍ کې په جوړه شوې غونډه کې ګډون وکړ.
باختر آژانس ته د جمهوري ریاست د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ په پیل کې د ټرانسپورټ وزیر قدرت الله ذکي جمهوررییس ته په خطاب کې وویل: ستاسو د لیدلوري په اساس د ټرانسپورتي سکتور د پیاوړتیا او د اسیا په څلور لاره د افغانستان د بدلېدو لپاره ځانګړې برنامې په پام کې لرو چې په تطبیق سره به یې افغانستان له ترانزیټي او اقتصادي پلوه ښې لاسته راوړنې ولري.
ښاغلي ذکي وویل چې په پام کې لري د فساد ضد مبارزې او تخصص ترڅنګ وزارت په نوې ټکنالوژۍ سمبال، د عوایدو راټولېدو منظم نظارتي سیستم او بین الوزارتي کمېسیون ایجاد، همغږي زیاته، د ټرانسپورټي شرکتونو خدمات معیاري او په جنیوا کنفرانس کې د ټرانسپورټ او سیمه ییز اتصال په برخه کې د افغانستان تعهدات تعقیب کړي.
جمهوررییس غني د ټرانسپورټي نظام د ښه والي لپاره د یاد وزارت د برنامو او طرحو ملاتړ وکړ او ویې ویل: د دولت ټوله دستګاه ډیجیټلي کېږي او له دې وروسته باید د موټرونو، عوایدو، سړکونو او نورو په اړه معلومات الکترونیکي او په بشري سرچینو کې ژور اصلاحات راشي.
جمهوررییس وویل: تشکیلات باید د کیفیت په اساس او افغانستان شموله وي او اترا ادارې ته مې لارښوونه کړې چې ټول سیستم وارزوي. اطلاعات باید هره ورځ راټول او د ټولو په اختیار کې ورکړل شي.
هغه زیاته کړه: اتحادیې باید په شرکتونو بدلې شي، ځکه له ټرانسپورټي شرکتونو مه واره د بیمې سیستم نشي پلي کېدای.
د هېواد جمهوررییس په ټینګار وویل: ټرانسپورټ باید له قاچاق او فساد څخه خوندي شي. تعرفې بدلون ومومي، د نویو موټرونو تعرفه کمه او د زړو هغو څو برابره زیاته شي او پر موټر چلوونکو د کار قانون تطبیق سره به د افغانستان موټر په سیمه کې حرکت وکولای شي.
هغه زیاته کړه: د ټرانسپورټ سیستم د سراسري اصلاح لیدلوری باید ایجاد شي او پر غلام خان بندر چې کابل ته نږدې لاره ده، سږکال څو میلیون ډالر پانګونه کېږي.
جمهوررییس څرګنده کړه: د افغانستان موقعیت لویه پانګه ده او اساسي مدیریت غواړي، ځکه موږ د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ نږدې لاره یوو، نو له خپل موقعیت او دغې پانګې څخه د اعظمي استفادې لپاره باید پالیسیانې ثابتې، معیارونه واضح او سیستمونه ډیجیټلي وي.#
پای / ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا