سیاست

جمهور رئیس حامد کرزی له ایټالیا، فرانسې او بریتانیا سره د ستراتیژیکو سندونو له لاسلیک وروسته هېواد ته راستون شو

کابل باختر دسلواغي ٩ مه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی چې د ترکمنستان هېواد ته د اقتصادي پروژو په اړوند  د خبرو او له ایټالیا، فرانسې او بریتانیا هېوادونو سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو د سندونو د لاسلیک  کولو په مقصد  دغو  هېوادونو ته په رسمي سفر تللی و، نن سهار هېواد ته راستون شو.

دباختر اطلاعاتي اژانس ته دجمهور رييس دويندوى دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې

د هېواد جمهور رئیس د سې شنبې په ماښام ترکمنستان ته ورسېد او د چهارشنبې په ورځ یې د ترکمن باشي په ښار کې ددغه هېواد له جمهور رئیس قربان قلی بردی محمدوف سره وکتل.

دواړو لوریو د ټاپي د پروژې، د ریل ګاډي د پټلۍ او افغانستان ته له دغه هېواد څخه د برېښنا د لیږد په اړه خبرې وکړې.

دغه راز دواړو جمهورو رئیسانو د ټاپي د پروژې په اړوند  چې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د لېږدولو لویه پروژه ده، په راتلونکې کې ددغې پروژې د عملي کېدلو په باب د همکاریو ژمنې وکړې.

د هېواد جمهور رئیس د ترکمنستان له جمهور رئیس سره خپله کتنه "موثره او موفقه" وارزوله. حامد کرزي په تېرو کلونو کې د ترکمنستان هېواد دمرستو او همکاریو له امله  مننه وکړه او ټینګار  یې وکړ چې د ټاپي پروژه د افغانستان ترکمنستان، پاکستان او هند لپاره یوه حیاتي پروژه ده.

د ترکمنستان جمهور رئیس هم د سیمې په کچه له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې د جنوبي آسیا هېوادونو ته د ګازو د لېږد پروژه یوه مهمه پروژه وبلله او د عملي کېدلو لپاره یې له خپله اړخه د لازمو اقداماتو ډاډ ورکړ.

 

 

 

د ترکمنستان له جمهور رئیس سره تر کتنې وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزی د ایټالیا له هېواد سره د اوږد مهالو ستراتیژیکو اړیکو د موافقه ليک د لاسلیک په موخه روم ته روان شو .

روم ته له رسېدو سره سم د هېواد جمهور رئیس د ایټالیا پر وخت ماښام ددغه هېواد له  جمهور رئیس جیورجیو ناپولیتانو سره د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې وکتل او د افغانستان په روانو حالاتو یې خبرې اترې وکړې.

په دې کتنه کې حامد کرزي د افغانستان د خلکو په استازیتوب  له افغانستان سره د ایټالیا د هېواد د مرستو له امله  مننه وکړه او د امنیت د تأمین په برخه کې یې ددغه هېواد د سرتېرو قربانۍ نه هېرېدونکې وبللې.

د هېواد جمهور رئیس د افغانستان د حالاتو په اړه د معلوماتو ورکولو په ترڅ کې هغو ریپوټونو ته چې ګنې افغانستان به له ۲۰۱۴ کال وروسته له داخلي بحران سره مخامخ شي، په اشارې سره وویل: افغانستان یو پیاوړی او د نظام خاوند هېواد دی. زه پوره ډاډ لرم چې افغانستان به هېڅکله بیا شاته ونه ګرځي.

د ایټالیا جمهور رئیس ښاغلي جیورجیو ناپولیتانو وویل چې هېواد به یې له افغانستان سره د پخوا په څېر خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي او له خپلو مرستو او قربانیو وروسته به هېڅکله پرې نه ږدي چې  دا هېواد یو ځل بیا له داخلي ستونزو سره مخامخ شي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په شپږمه  د ایټالیا د استازو مجلس له رئیس ښاغلي ګاین فرانکو فیني سره د ایټالیا د پارلمان په ماڼۍ کې وکتل.

د استازو د مجلس رئیس خوښي څرګنده کړه چې ایټالیا او افغانستان د ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کوي چې له مخې به یې ایټالیا وکوالاى شي چې تر څو له ۲۰۱۴ کال وروسته  له خپل دوست هېواد افغانستان سره خپل رول او مرستو ته ادامه ورکړي.

ښاغلي فیني وویل: د ایټالیا د استازو مجلس باور لري چې له افغانستان سره د ایټالیا د ستراتیژیکو اړیکو د سند لاسلیک کول د دواړو دوستو هېوادونو په ګټه دي.

د هېواد جمهور رئیس د ایټالیا او افغانستان تر منځ اړیکې ژورې او دوستانه وبللې او زیاته یې کړه چې همدا لامل ؤ چې دوو افغان پاچاهانو په روم کې استوګنه غوره کړه.

دغه راز حامد کرزي دافغانستان د خلکو او  پارلمان په استازیتوب د افغانستان په عدلي او قضایي سیستم او دغه راز  د هرات د هوايي ډګر د پروژې د پراختیا او په دغه ولایت کې د بنسټيز جوړښتونو په برخه کې د ایټالیا له مرستو څخه مننه وکړه.

همدا راز د هېواد جمهور رئیس وویل چې د بُن په دوهم کنفرانس کې د ایټالیا ګډون او له کنفرانس سره  ددغه هېواد ملاتړ افغانانو ته دا ثابته کړه چې ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

همدا راز د پنجشنبې په ورځ د سلواغې په ۶مه د ایټالیا پر وخت ماښام د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس حامد کرزي او د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي د صدرات په ماڼۍ کې د افغانستان او ایټالیا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو موافقه ليک  لاسلیک کړ.

د موافقه ليک  له لاسلیک وروسته د هېواد جمهور رئیس او د ایټالیا صدراعظم په یوه خبري ناسته کې برخه واخیسته. د ایټالیا صدراعظم ماریو مونتي وویل چې د ستراتیژیکو اړیکو ددې موافقه ليک  لاسلیک کول زموږ د دواړو هېوادونو د راتلونکو همکاریو بنسټ دی او ایټالیا به له ۲۰۱۴ کال وروسته خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د ایټالیا صدراعظم وویل چې هېواد به یې د اوږدمهال لپاره د افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته پراختیا ورکړي.

وروسته د هېواد جمهور رئیس خبرې وکړې او  ویې ویل چې زما لپاره د خوښۍ او ویاړ ځای دی چې له  دوست هېواد ایټالیا سره مې د ستراتیژیکو اړیکو موافقه ليک  لاسلیک کړ.

حامد کرزي وویل چې په افغانستان کې د ښو شرایطو په اساس او د ستراتیژیکو اړیکو ددغه  موافقه ليک  له برکته ایټالیا کولای شي چې د افغانستان د کاني زېرمو په راسپړلو کې خپله پانګونه وکړي.

د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو ددغه موافقه ليک  له مخې به له ۲۰۱۴ کال وروسته ایټالیا له افغانستان سره د اوږدمهالو ستراتیژیکو اړیکو په اډانه کې د سیاسي، امنیتي، اقتصادي، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د قانون د تطبیق، فرهنګي او رسنیزو همکاریو او د ظرفیت جوړولو په برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

حامد کرزي د ایټالیا صدراعظم ښاغلي ماریو مونتي ته بلنه ورکړه چې په یو مناسب وخت کې افغانستان ته سفر وکړي.

د جمعې په ورځ د سلواغې په ۷مه د هېواد جمهور رئیس فرانسې ته لاړ او په همدې ورځ یې د فرانسې د پارلمان له رئیس بېرنارد اوکویر سره ددغه هېواد د پارلمان په ماڼۍ کې وکتل او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د اړیکو او همکاریو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

همداراز په همدې ورځ د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي او د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکارۍ تړون  لاسلیک کړ.

د تړون  له لاسلیک وروسته د فرانسې جمهور رئیس نیکولای سرکوزي په یوه خبري ناسته کې وویل چې د دوه اړخیزې تړون له مخې به فرانسه له افغانستان سره د اوږد مهال لپاره د پوهنې، روغتیا، اقتصاد او فرهنګ په برخو کې مرستو ته دوام وکړي.

د فرانسې جمهور رئیس ټینګار وکړ چې هېواد به یې د افغان امنیتي ځواکونو په روزلو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

ښاغلي سرکوزي د افغانستان له جمهور رئیس څخه وغوښتل چې د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه دې په راتلونکې کې افغان ځواکونو ته وسپاري.

د هېواد جمهور رئیس د فرانسې د جمهور رئیس نیکولای سرکوزي د ښې مېلمه پالنې له امله  مننه وکړه او د افغانستان او فرانسې تر منځ یې د دوستۍ او همکارۍ د تړون  د لاسلیک له امله خوښي څرګنده کړه.

حامد کرزي زیاته کړه چې د دوستۍ او همکارۍ د تړون په  لاسلیک سره فرانسې له  افغانستان سره د خپلو مرستو ژمنه نوې کړه.

دغه راز حامد کرزي د هغو څلورو فرانسوي سرتېرو د وژکيدو  له امله چې په افغانستان کې وژل شوي دي، د  فرانسې خلکو ته  دډاګيرنې مراتب  څرګندکړل او د امنیت او ثبات په تامينولو  کې یې د فرانسوي سرتېرو د قربانیو، قدرداني وکړه.

د هېواد جمهور رئیس افغان ځواکونو ته  د امنیتي مسؤولیتونو په بابا  وویل چې افغانستان تیار دی چې دا مسؤولیتونه له ۲۰۱۴ کال مخکې هم په خپله غاړه واخلي، ده زیاته کړه چې د افغانستان حکومت به د روان کال د مارچ له میاشتې وروسته د کاپیسا ولایت امنیتي مسؤولیتونه له فرانسوي سرتېرو څخه افغان امنیتي ځواکونو ته وليږدوي.

ددوستۍ او همکارۍ ددغه تړون له مخې به فرانسه له افغانستان سره د دفاع او امنیت، کرنې او د کلیو د پراختیا، روغتیا، پوهنې او لوړو زده کړو، فرهنګ او لرغون پېژندنې،د ښې حکومتوالۍ او د قانون د واکمني ، بنسټيز جوړښتونو، اقتصاد، مالي چارو، سوداګرۍ او صنعت په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د افغانستان او فرانسې تر منځ د دوستۍ او همکاریو د دتړون له لاسلیک وروسته، د هېواد جمهور رئیس د فرانسې په لویه دروازه کې  د فرانسوي سرتېرو د قربانیو د یاد په خاطر د ګلوو ګېډۍ کېښوده.

له دغو مراسمو وروسته د فرانسې په وخت ماښام د هېواد جمهور رئیس د ستراتیژیکو همکاریو د سند د لاسلیک په موخه د بریتانیا هېواد ته روان شو.

 د شنبې په ورځ د سلواغې په اتمه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس حامد کرزي او د بریتانیا صدراعظم ډیویډ کامرون د بریتانیا په پایتخت لندن کې وکتل.

له کتنې وروسته حامد کرزي او ډیویډ کامرون د افغانستان او بریتانیا تر منځ د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو سند لاسلیک کړ.

د سند له لاسلیک وروسته د بریتانیا له صدراعظم سره د هېواد جمهور رئیس په یوه خبري ناسته کې، د افغانستان د خلکو په استازیتوب په تېرو لسو کلونو کې د بریتانیا د مرستو له امله  مننه وکړه  او ویې ویل چې بریتانیا یو ځل بیا له باثباته افغانستان سره چې له اقتصادي نظره په خپل ځان متکې وي، ژمنه نوې کړه.

د بریتانیا صدراعظم د هېواد جمهور رئیس او ملگري هيئت ته يې  ښه راغلاست ووایه  او ویې ویل چې موږ د یوه باثباته او سوله ییز افغانستان غوښتونکې یو ځکه باثباته افغانستان د ټولې نړۍ په ګټه دی او په همدې موخه بریتانیا له افغانستان سره  په خپلو مرستو او همکاریو ژمنه ده او له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم د افغانستان له خلکو سره پاتې شي.

ددغه اوږدمهاله ستراتیژیک سند په اساس به بریتانیا له افغانستان سره د امنیت، حکومتوالۍ، د قانون د واکمني ، او د اقتصادي، اجتماعي او فرهنګي انکشاف په برخو کې خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي.

د یادونې وړ ده چې د هېواد له جمهور رئیس سره  په دې سفر کې د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا او د جمهوررئیس ویاند ایمل فیضي ملګرتیا کوله.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا