سیاستخبرونهټولنه

جمهور رييس محمد اشرف غني د ننګرهار ولسي پاڅون کوونکو ته: ستاسو قرباني د افغانستان او اساسي قانون د ساتنې لپاره دي

 

کابل/ د مرغومي ۱۸مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوريت جمهوررئيس محمد اشرف غني ننګرهار ولايت ته د خپل سفر په جریان کې نن ماښام د ولسي پاڅون کوونکو له استازو سره وکتل. د ننګرهار د ولسي پاڅون کوونکو په استازيتوب حاجي معاون خبرې وکړې وې ويل، موږ د جګړې په لومړۍ کرښه کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره يو ځای پراته يوو او د دې نظام د ساتنې لپاره مو ډېرې قربانۍ ورکړې دي. حاجي معاون وويل، په ننګرهار کې د پاڅون کوونکو مهماتو او تجهيزاتو ته بايد دولت جدي پاملرنه وکړي او د دوی غوښتنو ته بايد رسيدګي وشي. جمهور رئیس غني د هغوی د خبرو او نظرياتو تر اورېدو وروسته اړوندو مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې له پاڅون کوونکو سره په ګډه د هغوی غوښتنو ته د رسيدګي لپاره يوه واضح طرحه برابره او دولت به يې تطبيق کړي. د هيواد جمهور رئیس په ننګرهار کې د پاڅون کوونکو قربانۍ وستایلې وې ويل، ټول افغانستان او په ځانګړي ډول ننګرهار ستاسو د زړورتيا او سرښندنو منندوی دی او تاسو ثابته کړه چې د ولس قوت واقعا لوی دی. جمهور رئیس غني د غونډې په پای کې وويل، ستاسو شمله ستاسو عزت دی او د دين او اساسي قانون له نظره ستاسو دنده د خپل کور ساتنه ده او قرباني به مو نه ضايع کېږي.

 

 

 

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا