خبرونهامنیت

جنرال مېلر: د امريکا خلک به د افغانستان د خلکو ترڅنګ پاتې شي

کابل / د مرغومي ۱۱ مه / باختر
په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر پرون مازيګر د ٢٠٩شاهين قول اردو له قوماندان سره په کتنه کې ټينګار وکړ چې د امريکا خلک به د افغانستان د خلکوتر څنګ پاتې شي.
د٢٠٩ شاهين قول اردو وياند محمدحنيف رضايي باختر آژانس ته وويل: په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان جنرال سکات مېلر د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان جنرال عليزي سره د مارمل په کمپ کې وکتل.
هغه زياته کړه چې جنرال مېلر په دې کتنه کې ټينګار وکړ چې د هغه د هېواد خلک د هغې ستراتيژيکي ژمنې پر بنسټ چې د دوو ملتونو ترمنځ شته، د افغانستان د ملت ترڅنګ به پاتي شي.
هغه زياته کړه چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ عمومي قوماندان په شمال کې د منظم امنيتي پروګرام، د جګړې د سم مديريت د قوتونو د ځاى پرځاى کولو او پر تروريستانو د فشار د زياتوالي په خاطر د ٢٠٩ شاهين قول اردو له قوماندان څخه مننه وکړه.
ختم – ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا