فرهنګ

جګړو او ناامنيو د بغلان تاريخي او لرغونو سيمو ته زيان اړولى دى

٢٨- کابل / دليندۍ ١٦مه /باختر
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست مسوولينو د جګړو او نامنيو لپاره تاريخي او لرغونو سيمو ته د زيانونو د اوښتو په اړه اند ېښنه څرګندوي.
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د فرهنګ اوګرځندوى آمرعبدالبشير اظهرد باختراژانس خبريال ته وويل چې د دغو تاريخي او لرغونوسيمو له جملې څخه د سرخ کوتل تاريخي څلى دى چې د پلخمري ښار په شمال او د پلخمري – سمنګانو د لويې لارې په لويديځ چشمه شېر کې موقعيت لري او د جګړې په سيمه بدله شوې ده.
د سرخ کوتل معبد چې د کنشکا په دوره کې جوړ شوى دى په خپل وخت کې د فرهنګي ، عقيدتي او هنري مهم مرکز په توګه شمېرل کېده .
هغه وويل چې دغه لرغونې ساحه د جګړې په سيمه بدله شوې ده او د سپکو او درندو وسلو د ګوليوپه لګېدو سره د دغې لرغونې ساحې ويجاړۍ زياتې شوې دي.
اظهر زياته کړه ټول لرغونې سيمي او تاريخي ابدات چې د دولت تر واکمنۍ لاندې سيمو کې موقعيت لري له هغوڅخه په اساسي او ښه ډول ساتنه کېږي خو د چارشنبې ټپه او چم کلا په ګډون نورې تاريخي ساحې چې د دولت مخالفينو تر ادارې لاندې دي د ويجاړېدو په حال کې دي .
د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ رياست د فرهنګ اوګرځندوى آمر په بغلان کې د لرغونو او تاريخي ساحو د ويجاړېدو په خاطر د اندېښنې په څرګندولو سره وويل:
د ناامنيو په دوام سره به تاريخي او لرغونو ساحو ته چې د دغه هېواد د تاريخي هويت اومعرفت ښکارندوى دى جدي زيان ورسېږي.
د يادونې وړ ده چې بغلان د هېواد په شمال کې د لرغونواوتاريخي ولايتونو څخه دى چې اته ويشت تاريخي اولرغونې سيمې پکې موقعيت لري چې د بغلان د اطلاعاتواوفرهنګ په رياست کې ثبت او را جستر شوي دي.
ختم_ ج_اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا