سیاست

حامدکرزي د فرانسې د دفاع له وزیر سره وکتل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي د فرانسې د دفاع  له وزیر ژیراد لانګیو سره په کتنه کې دکاپیسا ولایت د تګاب په ولسوالۍ کې د هغو څلورو تنو فرانسوي سرتیرو پر وژل کیدو خواشیني وښوده چې د تیرې جمعې په ورځ  د ملي اردو د یو عسکر لخوا په ډزو سره  و وژل شول.

دباختراطلاعاتي اژانس ته دجمهوررييس دويندوى د مطبوعاتي دفتردمعلوماتوله مخې،

  په دې کتنه کې چې نن په ارګ کې ترسره شوه، حامدکرزي د فرانسې د دفاع د وزیر په واسطه یو ځل بیا د فرانسې جمهوررئیس، خلکو او د دغو سرتیرو کورنیوته د خپلې خواخوږۍ او ډاډګیرنې د مراتبو د څرګندولو په ترڅ کې وویل: د فرانسوي سرتیرو پرخلاف د ملي اردو د یو سرتیري وسله وال برید هیڅکله هم د فرانسې پرخلاف د افغانستان د خلکو د غوسې ښکارندوی نه دی، بلکې  دا یو فردي عمل دی.

جمهوررئیس وویل: دا د اندیښنې وړ ده چې د دويم ځل لپاره د ملي اردو د عسکرو له خوا په فرانسوي سرتیرو برید کیږي، له دې امله  یې د ملي دفاع وزارت چارواکو ته دنده سپارلې ده چې د دغو پیښو عوامل په جدي توګه وڅیړي.

ښاغلي ژیراد لانګیو د تګاب په ولسوالۍکې د فرانسوي سرتیرو د وژل کیدو په باب د حامدکرزي د خواخوږې او ډاډګیرنې له امله مننه  وکړه او  یو ځل بیا یې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ

ښاغلي ژیراد لانګیو وویل: فرانسه به په نږدې راتلونکي کې له افغانستان سره  د اوږدمهالو ستراتیژیکو همکاریو معاهده لاس لیک کړي چې له مخې به یې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې او فرانسه به له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

حامدکرزي په تیرو لسو کلونو کې له افغانستان سره د فرانسې هېواد د مرستو له امله مننه وکړه او وې ویل: فرانسه د افغانستان د خلکو لرغونی دوست هېواد دی چې له افغانستان سره  تل په خپله دوستۍ کې صادق پاتې شوی دی.

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا