خبرونهامنیت

حامد کرزي پر کابل ښار توغنديز بريدونه غندل

۲۹- کابل/ د ليندۍ لومړۍ / باختر
د افغانستان پخواني جمهوررييس حامدکرزي نن پر کابل ښار توغنديز بريدونه چې له امله يې زموږ يو شمير هېوادوال شهيدان او ټپيان شول؛ په سختو ټکو وغندل.
په هغې اعلاميه کې چې د پخواني جمهوررييس دفتر خپره کړې ده؛ ويل شوي دي: پخوانی جمهوررييس دغه بشري ضد جنايت د سولې، ثبات او د خلکو د آرامۍ د دښمنانو کار بولي چې د دغو اعمالو په ترسره کولو سره غواړي هېواد تضعيف کړي.
پخوانی جمهوررييس د دغې غمجنې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره د خپلې ډاډګيرنې او غمشريکۍ د مراتبو د وړاندې کولو ترڅنګ، د لوى خداى (ج) له درباره شهيدانو ته د فردوس جنت او ټپيانو ته د سملاسي روغتيا هيله کوي.
پاى \ ذ

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا