خبرونهټولنه

خبرتيا

کابل / د لیندۍ ۹ مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون خبرتيا
د ننګرهار، لغمان، فراه، بغلان، کندز، هلمند، خوست، پروان او روزګان د ښوونکو د بستونو او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو د ډله ييزې آزموينې په شرايطو برابر کسان کولاى شي د بايومتريک او د آزموينې کارتونو د ترلاسه کولو په خاطر د دغو ولايتونو اړوندو پوهنتونونو ته ورشي:
د ښوونکو د بستونو بايومتريک د ليندۍ په ١١ مه د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې لومړۍ دوره او دويمه دوره، له غرمې وروسته دغه راز د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو بايومتريک د ليندۍ په ١٢ مه د چهارشنبې په ورځ ترسره کېږي.
د فارياب د ډله يیزو آزموينو په شرايطو برابر کسان د لاندې پروګرام له مخې د ابوبکر جوزجاني لېسې ته ورشي.
د ښوونکو د بستونو په شرايطو برابر کسان د بايومتريک لپاره لومړۍ دوره د ليندۍ په ١١ مه د سه شنبې په ورځ له غرمې مخکې او دويمه دوره له غرمې وروسته او درېیمه دوره د ليندۍ په ١٢ مه د چهارشنبې په ورځ او دغه راز د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو په شرايطو برابر کسان د چهارشنبې په ورځ د ليندۍ په ١٢ مه ترسره کېږي.
په همدې ترتيب د ښوونکو د بستونو آزموينه د ليندۍ په ١٢مه د پنجشنبې په ورځ او د ملکي خدمتونو د پنځمو او شپږمو بستونو آزموينه د ليندۍ په ١٤ د جمعې په ورځ اخستل کېږي.
د آزموينې د اخیستلو سيمې اړونده پوهنتونونه ټاکل شوي دي.
د آزموينې برخه وال د تابعيت تذکرې يا د پاسپورت اصل له ځان سره ولري.
ختم- ج -اکرم

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا