
کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون خبرتيا
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسيون د هرات او تخار د ښوونکو د بـستونو او د ملکي خدمتونو د ۵ او ۶ بستونو متقاضيانو ته خبر ورکوي چې دغو پستونو ته په شرايطو د برابرو کسانو لیست د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د کمېسيون https:/iarcsc.gov.af په وېب سایټ کې خپور شوى دى.
د آزموينې په شرايطو برابر کسان د خپلو ټليفونونو له لارې هم پيغام ترلاسه کوي.
دغه راز هغه کسان چې د شارت لیست له بهير څخه شکايت لري، کولاى شي د روان کال د ليندۍ تر ١٩ مې د چهارشنبې تر ورځې پورې خپل شکايتونه د اړوندو ولايتونو د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو په رياستونو او آمريتونو کې ثبت کړي.
د نورو ولايتونو د شارت لیست پيل وروسته اعلانېږي.
ختم- ج -اکرم