امنیت

دازبکستان داسلامي حرکت يو مشر دافغانستان په شمال کې ووژل شو

کابل باختردسلواغې دمياشتې   ٩ :

دايساف خبرځايونه وايي دهغو عملياتو  په بهيرکې  چې دتخار ولايت مرکز تالقانو ښار ته څيرمه دافغان اوناټو دعسکرو له خوا ترسره شول دازبکستان دحرکت اسلامي يومشر ووژل شو.

ايساف ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي دي  دازبکستان داسلامي حرکت يو مشر الهام چې په تخار ولايت کې دروان کال دمرغومي دمياشتې دڅلورمې نيټې  دځانمرګي بريد طرحه کوونکې  دي چې له امله يې دملي شورا يو غړي و وژل شو.

دغه راز  ده په څو نورو تروريستي پيښو او ځانمرگو بريدکوونکو دتروريستانو په  روزنه او هغوى ته داسانتياو په برابرولو کې رول درلود.

دايساف په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دالهام دنيولو دعملياتو په بهيرکې نښته وشوه او الهام او د ده يو همکار ووژل شول   دعملياتو برخه والو وکولاي شول يو بل ياغي ونيسي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا