ټولنه

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي يوځل بيا دکابل ښار دهوا دککړوالي په باب انديښنه څرګنده کړه او ددې ستونزې دلري کولو په اړوند يې دخلکو دهمکاري غوښتنه وکړه .

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي  يوځل بيا دکابل ښار دهوا دککړوالي  په باب انديښنه څرګنده کړه او ددې ستونزې دلري کولو په اړوند يې دخلکو دهمکاري غوښتنه وکړه .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبريال دخبر له مخې، جمهور رييس په خپله پنځلس ورځني راډيويي  ويناکې چې دپنجشنبې  په شپه دافغاسنتان  دملي راډيو له څپو  څخه خپره شوه يوځل بيا دکابل ښار دهوا ککړوالي  او دهغو له امله درامنځته کيدونکو خطرونو  يادونه وکړه څرګنده يې کړه: په دې  وروستيو  وختو کې  دکابل ښار هوا ډيره ککړه شوې ده او ښاريان په تيره بيا ماشومان سپين ږيري او ناروغان له زياتو روغتيايي ستونزو سره مخامخ کولاي شي .

  حامدکرزي  په دې وينا کې دژوندانه دچاپيريال د ککړوالي مهمو عواملو ته اشاره وکړه ويي ويل  په ځينو  داشونو، حمامونو نانوائيو  او بخاريو کې دسوون دموادو پرځاى د ربړونو  او پلاستيکو  کارول ، دکابل ښار دهوا دککړوالي عوامل دي .

 دغه راز جمهور رييس په ډاګه کړه، ګړندي نقليه وسايط هم  په مهمو وختونوکې په کابل ښار کې وکارول شي او دلاري دبنديدو په وخت کې بايد دوسايطو ماشين دلاري تر خلاصيدو پوري ګل  کړاي شي .

  جمهور رييس له ملي سوداګرو څخه وغوښتل چې دبي کيفته تيلو له واردولو څخه ډډه وکړي او دخپلو خلکو او په تيره بيا دماشومانو بوډاګانو او ناروغانو دروغتيا په خاطر دداشونو ، نانوايي ګانو او حمامونو  خاوندان او نور ښاريان په خپلو بخاريو  کې له هغو سوونو موادوڅخه چې لوګي توليدوي استفاده ونه کړي  او دغه راز کورني اوبهرني موسسې له جنراتورونو څخه استفاده  لږه کړي  .

 حامدکرزي  په خپله نوبتي راډيو  يي وينا کې دغه راز  په تيرو وختونو کې د کابل ښار  دپاکي  فضا يادونه وکړه او ويي ويل چې پخوا دشپې له خوا دکابل په اسمان کې ستوري په بشپړه توګه ليدل کيدي او بهرنيو سيلانيانو په خپلو سفر نامو کې دکابل له ستورو  ډک اسمان بي مثاله  باله .

  خمهور رييس  دغه راز دښار دهوا دککړتيا دکمولو په لاره کې دافغانستان داسلامي  جمهوريت  دجمهوري رياست داقداماتو يادونه وکړه، او وي ويل دنورو تدبيرونو تر څنګ په کابل ښار کې  د هوا دزياتي ککړتيا  دمخنيوي په مقصد د پنجشنبې ورځې  رخصتي  اعلام کړى  خو دغه تدبيرونه  به هغه وخت مطلوبه  نتيجه ورکړي .  چې موږ  ټول په دې برخه کې همکاري  وکړو .

  جمهور رييس ملي سوداګرو ته وويل چې په هيواد کې دبي کيفته  تيلو او ګازو استعمال، لوګي زياتوي او دخلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي اوملي سوداګر بايد  دخپلو شخصي ګټو  په خاطر دخلکو او په تيره بيا دماشومانو  ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا