سیاست

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دخپلو نوبتي وينا

دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس حامدکرزي دخپلو نوبتي ويناو په لړ کې داځل دکابل ښار دهوا دککړوالي او د هغې دمخنيوي دڅرنګوالي په اړوند خبرې وکړې چې دې وينا ته ستاسو پاملرنه رااړوم .

  بسم الله الرحمن الرحيم

 الحمد لله  رب العالمين  وصلوة  والسلام وخاتم  النبين .

 ګرانو هيوادوالو  درنو خويندو وروڼو    اسلام  عليک و رحمته الله  وبرکاته .

    په دې وروستيو کې دکابل دښار هوا نهايت ډيره خرابه شوې ده چې تنفس يې دښاريانو د صحت لپاره ډير  ضرر لري  خصوصا کوچنيان  ، زاړه او ناروغان له زياتو صحي  ستونزوسره مخامخ کولى شي

  ګرانو هيوادوالو  !  ماپه تيره هفته وار  ويناکيې هم دچاپيريال  په موضوع له تاسو ګران هيواد والو سره   خبرې وکړې څنګه چې موضوع ديره مهمه ده او زموږ دهيوادوالو  خصوصا  دکابل دښاريانو روغتيا ورسره تړلې ده نوځکه په دې وينا کې په  تعقيبي ډول پرهمدې موضوع له تاسو سره څو خبري لرم .

  هره ورځ  تر لمر پري وا ته وروسته دکابل  فضا داسې له دوده  ډکه اوګرد جنه شي چاته داسمان ستوري نه ښکاري . زموږ  دټولو په ياد دي چې په پخوا  کلونوکې دکابل هوا دومره  صافه و چې دشپې پري اسمان دومره دستورو ډک او ښکلي ښکاريده چې په دنيا کې يې ساري نه و ، خارجي سياحانو  به په خپلو سفر نامو کې دکابل دستورو ډک اسمان بي نظيره  ګانه ، اوس  نو دا دود او غبار له کومه شو چې هر ماښام يې دکابل  فضا پوشلي وي .

خويندو اوورونو ، اوس دکابل ښار ډير پراخ  شوى دى .  موټران په ښار کې بي حد زيات شوي دي ، هره ورځ دموټرانو او ترانسپورتي وسايلو ګرځيدا دومره زياته ده چې واټونه بند وي ، په ښار کې دداخلي او په تيره د خارجي موسساتو  له خوا د لويو او وړو جنراتورونو استعمال ، ځيني حمامونو  ، داشونو او نانوائيانو کې دپلاستيک او ربړ  سوځول او همدا راز د بخاريواستفاده ، داټول وسايل دومره دود توليدوي  چې دکابل فضا خړه پړه  کوى او سااستل ستونزمن کوى ، اما موږ کولى شو چې ددې دودونو مخه ونيسو ، دکوچنيو موټرو که شخصي دي اوکه دولتي بايد دمبرم ضرورت په وخت کې استفاده وکړو که داکار وکړي په ښار کې دموټرانو ازدحام لږ شي او ورسره به يې دود هم نه وي  له جنراتورونو او بخاريو بايد په ډيرو لازمو اوقاتوکې  استفاده وشي .

 هغه موټران چې په راه بنديو کې بند پاتيږي چې دلاري تر خلاصيدو دخپلو وسايلو ماشينونه بند کړي ځکه دموټرو چالان پريښول  دود زياتوي هغه موټران چې عارضه لري او ډير دود توليدوي شايد چې تر جوړولو وروسته استفاده  ځيني وشي دداشونو ، حمامونو او نانواييو خاوندان چې دپلاستيک او ربړ څخه استفاده کوي دا ډير خطرناک او غير مجاز کار دى او د صحت لپاره   تر ټولو مضر دود توليدوي .

  ځکه  هر دود مضر دى .  خو ددغو وسايلو لکه پلاستيک  او ربړد دود تربل هر دود مضر دى او په حقيقت کې دزهر حيثيت لري چې دشاريانو او په خاص  ډول  دکوچنيانو او ناروغانو پرسر ډير ډير بداثر کوي . ددې سربيره  ګردونه او دود هم هوا ګګړ وي .

  ددودو اوګرد د مخنيوي لپاره  بايد موږ ټول دخپل محيط او کورونو دنظافت  رعايت  وکړو .

 درنو هيوادوالو دافغانستان اسلامي جمهوريت دچاپيريال  ساتنې اودهوا دککړتيا دمخنيوي په منظور دکابل په ښار کې دپنجشنبې  ورځ  رخصتي اعلان کړې ده او ځيني نور تدبيرونه هم نيول شوي دي خو دا تدابير هغه وخت ښه نتيجه ورکولى   شي چې موږ ټول همکاري ورسره وکړو ، دخلکو له جدي همکاري پرته هيڅ برنامه  او تدابير ګټوره نتيجه نه لري ، په پاى کې دهيواد هغو تاجرانو ته چې تيل واردوي وريادوم  چې دبي کيفته  تيل اوګاز استعمال په هيواد کې دود زياتوي او دخلکو ژوند له خطر سره مخامخوي ، دوى بايد دخپلو شخصي ګټو لپاره زموږ دخلکو په تيره کوچنيانو ژوند له خطر سره مخامخ نه کړي اوبي کيفته  تيل اوګاز وارد نه کړي  دابه مو ډير لوى ملي ښيګنه وي او دې خاوري ته به خدمت وي  که مو تيل سم وارد کړو  اوکه مو خراب تيل واردول  داپه حقيقت کې دافغانستان دولس  سره دښمني ده  نو  هيله مې داده چې  دشخصي ګټو دپاره دهيواد خلک دمشکل او  تکاليفو او صحي بدبختيو  سره مخامخ نه کړو .

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

دکمه بازگشت به بالا